نظم
د عورتې په مېړه حق
خوشحال خان خټکد عورتې حق هم فرض دی
په مردانو لکه قرض دی
امانتې دي عورتې
د ښه خدای دي امانتې
ښځې مرد لره پيدا دي
د جنت پخې حلوا دي
په عزت ساتلې بويه
د دوی چار ده ډېره لويه
انبياء که اولياء دي
له عورتو نه پيدا دي
بادشاهان ترې پيدا کېږي
ښه ځوانان تې پيدا کېږي
ښې محبوبې لکه گل دي
ښه ځوانان باندې بلبل دي
که يې زه صفت ثنا کړم
مگر بل دفتر انشاء کړم
دوی به څه وتاته ستايم
له حقونو به يې وايم
نفقه که آغوستن دي
دواړه توکه دې د زن دي
لکه ښه د خپل ځان غواړې
په ښېگړه به يې وياړې
په خوراک په پوشاک واړه
کل اختيار ورکړه ووياړه
که مثنی که درې، که چار وي
زيست روزگار دې يې په ځار وي
که مين پر يوه نه وي
نه چې غم پرې باندې نه وي
يا يې ښه ساته تر ښې نه
يا طلاق ور کړه د دېنه
چې کايين يې څه رسېږي
خيانت يې نه رسېږي
څو دې تا په نکاح وينه
باندې تل کړه د زړه مينه
تحمل يې په جفا کړه
خشم کين له زړه رها کړه
چې له ښځو سره کين کا
مرد بدي په دا آيين کا
لکه زور د ښځو کم دی
هسې عقل يې درهم دی
چې نه يې عقل نه يې زور وي
له هغو سره څه شور وي
که عصمت عفت لرينه
توره هم گڼه ته سپينه
په دشنام يې صبوري کړه
مه زړه بد، مه ترې دوري کړه
که يې وينې ډېر عيبونه
ورته مه کړه پېغورونه
په وهل که ورته خير شې
په پرهار به يې دلگير شې
په اندام يې پرهار مه کړه
دا په پوست کې ماليده کړه
تل پرې کار اندروني کړه
مه پرې چارې بېروني کړه
چې دخونې کاروبار کا
کاروبار دې په مقدار کا
چې يې توان ورنه رسېږي
هسې کار دې پرې نه کېږي
مسئلې دې زده کوينه
په نمانځه دې کاندي مينه
ورته دين ښيلی بويه
چې دين زده کړه چار ده لويه
نفقه چې ورکوينه
پرې دې تل حلاله خورينه
که لقمه ورکړې حرام
پرې نيولی ته يې عام
که يې ملک وي يا يې مال وي
تصرف باندې وبال وي
مگر حکم و تا در کړه
يا دې تا په لاس څه در کړه
څو په ښځې پسې درومي
مرد به هومره ثواب مومي