نظم

د بېلتون په هيلې کې

خوشحال خان خټک

نور چې تل ډکې پيالې تشوي ښه دي

په يوه پياله خوشال خټک بد نام دی

معطر مې دغه گل په بوی مشام دی

چې جمال يې د بلبل د زړه ارام دی

د گلونو حسن ښه دی بلا دا شوه

چې يې وصل په آغاز پورې انجام دی

دا د گلو خوی خصلت دی په چمن کې

چې راتله يې ډېر لارغه لږ يې مقام دی

گله ته چې له بلبله مخ جارباسې

مگر ستا په خپل ښايست اميد مدام دی

د بهار د سرو گلونو صفت څو کړم

ولې بې ياره هر گل د زهرو جام دی

داجل ساعت که هر څو گران يادېږي

نه چې سخت دجداييې تر هنگام دی

جدايي به مې هر گز قبوله نه کړه

ولې څه کړم د قصا په لاس زمام دی

چې هوس مې د وصال په وخت و، کړی

هجر خير په هغه هومره انتقام دی

ظاهري صورت په تن سړی ليده شم

ځان او زړه مې دي هورې چې دلارام دی

خوب خندا مې له خاطره فراموش شوه

په ويشتلو باندې خوب خندا حرام دی

هغه خاورې تر عنبرو لا تېری کا

چې خوبا پرې قدم ايښی په خرام دی

گرفتار يې څو ځان کاږي لا ټينگېږي

د شهۍ د زلفو لا د بلا دام دی

زړه مې بې د عشق له کاره نه خوښېږي

د دنيا روزگار مې واړه په ناکام دی

د زړه درد او محبت زړه لره بس دی

د اتش مې يوبڅری هم تمام دی

عندليب مې په قفس کې گرياني کا

زاغ پسو په زېړو گلو کې انعام دی

دوه مين چې سره وويني په سترگو

هم د سترگو په کاته کې يې اکرام دی

نورعالم سره په خوله سلام عليک کا

د يارانو هم په زړه سره سلام دی

ای چې طمعه د تورسترگو له يارۍ کړې

د صحرا آهو هم کله چاته رام دی

چې په قند و په گلابو يې پېغور شي

يو يې ښې خوږې ښکنځل بل يې پيغام دی

طبل څه لره پنهان وهي له خلقه

د هغو چې پرېوتلی طشت تر بام دی