غزل
د چا به څه لره ماڼه له بله شي
خوشحال خان خټکد چا به څه لره ماڼه له بله شي
نېک و بده په عمل موندله شي
هر چې وکرې هغه به ورېبې
له خپله لاسه هره کرله شي
دا خودنمايه محبوبه گوره
چې کله گل شي کله بلبله شي
کله غوغا کا په خرابات کې
کله د ذکر په حلقه داخله شي
لون لون ښېوې يې ډېرې دي
اول به کومه يوه ويله شي
نورو خوښيو وته به شا کړې
که د يار دمينې خوښي دې خپله شي
شمعې چې ژبه په راز اوږده کړه
ځکه يې هسې کله وهله شي
چې زاهدان يې په زهد مومي
د عاشقانو په آه گڼله شي
جفا يې واړه په وفا حساب کړه
ديار جفا په وفا نيوله شي
که اور در لگي چا ته مه وايه!
چې اور رابل دی سينه مې سوله شي
خوشاله فهم وکړه مجلس د عامو دی
د منصور پياله به په منصور نوشله شي