څلوريزه

د چا ناحقه د پيرۍ وېره ده

خوشحال خان خټک

د چا ناحقه د پيرۍ وېره ده

پيري ايمان ده، ځواني کافره ده

شکرو کاږه څو لا ځواني لرې

که درته ناسته نوې دلبره ده