نظم

دا د خان کلان قصيده ده، په احوال دجنگ جدل، چې د مغول له مخالفته وه

خوشحال خان خټک

په دا کار کې چې چا ووهلې تورې

په مومندو باندې مه شه مياندې بورې

په شينواري افريدي باندې رحمت شه

په صافيو په غليجيو برکت شه

چې مغول د جگدلي تاڼه نيوله

نو غلجي ښه په پيوند توره وهله

دخټکو نه يو لک خټک داخل دي

نور خټک واړه تر اوسه لا باطل دي

په ورکزي و په بنگښ باندې نفرين دی

له دې واړو ولسيو مې زړه شين دی

يوسفزيه که وهلې نه ده توره

په هوی هوی شرکت لري بلا يې دوره

که فرصت و له اوله تر اخره

ددې کار به درته نظم کړم خبره

بېل په بېل کتاب،څو جزه سره ساز کړم

حال به شرح تر انجامه تر آغاز کړم

چې په دا فتور کې شوي دي جنگونه

تر کابله خرابي په فرسنگونه

اوس به حال د سوات د ملک درته بيان کړم

ددې خلقو کاروبار به در عيان کړم

چې دننگ په کار کې شي په ما دا چارې

د ناکس او کس هموارې ناهموارې

پښتانه واړه نادان د جهل کان دي

که دې واورېد ديوسف لا په بل شان دي

ما د سوات د عالم ښه ننداره وکړه

د هرهر فريق مې پټه ، ښکاره وکړه

خو په خوله کليمه لولي مسلمان دي

په وعده په عهد، قول بې ايمان دي

د لږ سود، د لږ بهبود، د لږ مقصود دي

په اندک له تا خوشنود، هم ناخوشنود دي

د خپل سود دپاره گرمه ياري کاندي

چې يې سود نه وي، بې شرمه ياري کاندي

خبردار کله په شرم ، په کرم دي

همگي عبدالزوجه، عبدالدر هم دي

هم يې کبر، هم يې حکم، هم يې ناز وړي

په هر څه کې د عورتو ، ساز نا ساز وړي

يا يې شېخ، ملا په مکر په افسون خوري

يا يې مال پخپل پردي، مگر خاتون خوري

سېوايي بډې د لور چې لوڼه پلوري

په دا څو توکه کې غرق دي مخ توري

په کم اصل، په بد اصل نظر نه کا

د ټنگو په لالچ ، خور او لور واده کا

اشنايي در سره کا، د زړه د پاسه

خپل اتي ، طمع به کاندي ستا له لاسه

زر روپۍ، به دې نقصان کا په روپۍ

آواره کا درسته غوا، د غوا په پۍ

په تميز کې سراسر واړه مبهوت دي

چې ژاله ورته گوهر، شبه يا قوت دي

که په کور کې خزانې لري د زرو

بيا خواړه خوري، په شړشمو په ډنبرو

د ادب په کار کې هسې ناهموار دي

کشر مشر، تور او سپين ، په يوه شمار دي

درست عالم يې د گوارو په شماره دي

تر تاجکو لا په زيست کې آواره دي

کور په کور، کندي کندي سره بد نيت دي

بې هوده له ځايه خوښ، بې برکت دي

نصيحت به درته وايم له ما زده کړه

چې بارو يې کړه په "نه" په" هو يې " مه کړه

هغه هو چې يې نامرد سړی لرينه

تر هغه هو ښکاره نه مزه کوينه

مخامخ يې نور څه نشته بې اقراره

پس شا يې نور څه نه زده بې انکاره

که باور يې يا په هو، يا په کرم کړې

د سفله سړي ، په ځان باندې ستم کړې

په درست کال يې گوتې نه خېژي له کاره

بوتيمار دي د اوبو په شالي زاره

يا د سوات خاورې گنده په کار د کشت دي

يا له ځايه يوسفزيه بد سرشت دي

وېش قسمت چې د وفا د مروت و

يوسفزيه په دا کار کې بد قسمت و

پول، پيسه په کې د واړو، دين مذهب ده

اندېشه يې خود د سيم او د ذهب ده

چې يوه پيسه په څه نوعه دوه کېږي

هم هغه کا، هيڅ يې تا به فرق دي

يو عالم دی، پرې سبا شي، هم بېگاه شي

که په خوب يې له بندگيې لاس کوتاه شي

په کې نه چې يوسفزی په دا طريق دی

چې په سوات کې مونده نه شي، کوم فريق دی

و مېلمه ته ست، په بړبړ راشه نشته

نه د ژبې چار، نه شناخت، مهر د زړه شته

اصيلان پکې برده غوندې خرڅېږي

هيڅوک نشته، چې په دا د يې ورسېږي

که مظلوم چرې ملک و ته دادخواه شي

چې يوه روپۍ بل ورکا، رو سياه شي

که په خوله کليمه لولي، مسلمان دي

په عمل کې يوسفزي لکه د دان دي

تولا که تبرا که د دين ننگ دی

په دا دواړو کې د هر سړي زړه سنگ دی

که هندو کليمه ولولي، مرتد شي

څوک به نه وايي، چې دا په دين کې بد شي

هسې خلاص دي له ادبه، له تميزه

لکه دا هه عربي، هندي کنيزه

په هر کار کې نا هموار ، نا فهميده دي

ناديده دي، ناديده دي، ناديده دي

په کې نشته مېوه دارې، باغي ونې

همگي دغرۀ پلوڅې دي يا ،غنې

په وعده په عهد، قول بې وفا دي

بې ادبه، بې تميزه، ناصفا دي

دُر، شبه، کاڼي، ياقوت ورته يو شان دي

سېب، شلغم، انار بهي ورته يکسان دي

نه مردانو غوندې موخې شهنکي کا

سپينو ږيرو سره ټول شي،مردکي کا

نه يې قول، نه يې عهد، نه يې بول شته

خو د دېو ريش وفش، د ښځو پول شته

نه پرې حکم ، نه و چاڅه ورکوينه

واړه ځان لره گټي، په ځان يې خورينه

اشنايي يې خواب وخيال غوندې ليده ش ي

يا په مثل لکه باد چې وريده شي

مبتلا په څو څو رنگه پليدي دي

مريدي دي، عنيدي دي، نديدي دي

چې نېکان، پاکان يې دا وي، دا يې حال وي

له بدانو به يې وايه کوم مقال وي؟

د بابا د ملا يوازې ميراث خور دي

نه په ترور دي، نه په مور دي، نه په خور دي

چې د ورور يې جنازه په گور کې کښېوځي

که رضا، که ناراضا، په ورندار پرېوځي

له قاتله ځان غلط کا، په قصاص کې

د مقتول په ځای بل ووژني په خاص کې

هر ملا په دا صحبت ور سره مل وي

په ثنا د يوسفزيه وي، که غل وي

دا لا څه دي، ځنې نور قباحتونه

کور په کور سره اخته په شدتونه

هومره ملک، هومره اولس، برکت هيڅ

که يې مال دی، که دولت، سخاوت هيڅ

که پاليز د خټکيو څوک ودان کا

پخيدو ته يې پرېنږدي، زر يې وران کا

کوم ملک يې هومره زړه، هومره خواړه کا

چې څلور ورځې، څلور سړي ماړه کا

که سړي يې په صورت لکه آدم دي

په روزگار، په خوی، خصلت، له دېوه سم دي

په غلط غلط خويونو مبتلا دي

په بدخوی، په بد خصلت، د ځان بلا دي

نه سزا د بد کارانو پکې کېږي

نه پخپل عقل، په ښه سړي پوهېږي

چې څوک ووايي، بد نه دي، هغه ښه دي

چې بد ووايي، هغه لا کله ښه دي

که په مکر څوک خپل ځان په کې طبيب کا

څوک به نه وي، چې خبر دده په کيش شي

هر مغول چې په سوات راشي شهزاده شي

هر سړي يې و منصب ته اماده شي

که دکلي د ولس د تومن بزرگ وي

خومېلمه ته يې کاته مگر بې چرگ وي

خبردار کله په ننگ افغاني دي

کشميري او پکلي وال او لغماني دي

د هغو چې زړه دچرگ په مرگ ريژ دي

مصلحت د تورو سپينو ورته پليژ دي

ځکه هسې په هر جنگ باندې لری کا

بيا له ترسه جنگ ته نه ځي ځان زمری کا

دا يې واړه نامردي ده، هيچکاره دي

خيراتي، د جنگ په کار په څه شماره دي

اسوده په مال و ملک، په زر ، دينار دي

د دنيا روزگار يې نه زده، بد روزگار دي

نه يې خوان، نه درستخوان، نه چراغدان شته

درسته شپه يې د شونټيو بد دخان شته

چې په تېل، په دسترخوان يې څه څرخېږي

که زردار دي، هم يې غوښې اوبه کېږي