غزل
د دانا په حال نادان کله خبر دی
خوشحال خان خټکد دانا په حال نادان کله خبر دی
چې په خپله نادانيه کې اوتر دی
د لېچن په سترگو وځلېده ستوری
و عالم ته يې نارې وکېړ چې لمر دی
دا داغونه مې چې ايښي په ځيگر دی
خو هم ما زده چېمې پوخ ځنې ځيگر دی
که څوک خپلې سترگې وساتي، غم نشته
چې په زړه تندر پرې باسي خپل نظر دی
خدای دې هيڅوک په دنيا کې عاشق نه کا
عاشقي په خپل صورت باندې لښکر دی
لېونی زړه مې پرون په خندا لاړه
راشه گوره چې نن بيا په ژړا سر دی
چې دې فکر مرجوڼا له بحره وکېښ
راشه گوره دخوشال کلام گوهر دی