غزل
د دانا په ځان بلا شوه خپله پوهه
خوشحال خان خټکد دانا په ځان بلا شوه خپله پوهه
چې هر گز يې خالي نه وي له اندوهه
چې فلک و چاته عيش و عشرت ورکا
هومره ډېر ورباندې کېږدي څو ستوهه
کله ونه د خزان په وخت لغړه
کله بيا خوبي د پاڼيو پرې انبوهه
په ناحق يې په ميدان، په سمه غواړي
چې د غرونو غرڅه نه گرځي بې کوهه
چې مې وليدې څو خولې، هومره خبرې
راڅرگند شول واړه دوه او يا گروهه
په خپل زوی او ورور باور نشته خوشاله!
غافل مه شه! د جهان له مکره، دروهه