نظم

د دنيا بې وفايي

خوشحال خان خټک

زړه سفر له دې دنيا

په تحقيق دی په رښتيا

که څه زر کاله پايېږي

هم دې نه وينم احيا

راشه وگوره همزولي

چې يې ځای دی په بېديا

باندې جوړ د خاورو څلي

زغونه باندې گيا

که يې گور کړې سره بېرته

هيڅ به نه وي مهيا

که نارې ورباندې وکړې

هيڅ به نه شي درگويا

چې دا حال وينې په سترگو

ولې هسې يې عميا

چې بېړۍ پکې زروځي

څه خوني دی دا دريا

نورې خاورې شول په گور کې

چې دسترگو وو توتيا

دا جهان فنا پذير دی

تر ثرا تر ثريا

د دنيا راحت محنت دی

تاريکي يې ده ضيا

که دعيش طلبگار يې

د جنجال نه يې جويا

تر اطلس ښه ده شړۍ

تر گليم ښه ده بوريا

زړه تړل په دنيا مه کړه

بود يې نشته د اشيا

موږ په مثل د دانې يو

پاس په موږ گرځي اسيا

چې خپل گور لره راحت وړي

هغه څوک دي اتقيا

چې خپل گور لره زحمت وړي

هغه څوک دي اشقيا

باندې پرېوځي موټی خاورې

په مرگ نه مري اوليا

اوليا دي په جهان کې

په مثال که کېميا

د باطن خيری ورکېږي

په صحبت د اصفيا

يو سجود په اخلاص ښه دی

نه سل زره په ريا

همگي دښو خويونه

وابسته دي په حيا

د خوشال ژوندون په خدای دی

نه شهباز دی نه يحيا