غزل
د دنيا خاني، ميري په زور و زر شي
خوشحال خان خټکد دنيا خاني، ميري په زور و زر شي
عاشقي په نور څه نه شي، په خپل سر شي
و عاشق ته نصيحت په مثال څه دی؟
لکه اور په پوکولو تازه تر شي
کار زما ود مجنون سره يو رنگ دی
لکه دوه لرگي په اور کې سر په سر شي
چې په دار يې آبدست کړ په خپلو وينو
کوم سړی به د منصور تر ځايه ورشي
څو به راز د زړه پنهان لرم له خلکو
عاقبت به لوی، هلک ځنې خبر شي
په هر باد پسې پرېشان پرېشان جاروځم
که په بوی مې ستا د زلفو سوړ ټټر شي
خوار خاطر مې چې مقيم شو ستا په ور کې
کله وي چې ستا له وره ور په ورشي
کله کله چې په مهر بوسه راکړې
ستا تر خولې دې صدقه شهد و شکر شي
چې په غولي يې نظر وکړم له ورايه
خار و خس يې راته گل د پيغمبر شي
زه به هيڅکله وانه وړم ستا له کويه
کور او کلی که همه راته لښکر شي
که هر څو سړی ويښته چوي په پوهه
چې قضا ورباندې راشي کور و کر شي
د يار غم له خلکه پټ لره په زړه کې
که لاله غوندې دې وينې درست ځيگر شي
چې يې وروځې ورښکاره کړې خلقو بويه!
چې خوشال يې د کشتيې قلندر شي