نظم

د ډيلي د ښار مختصر تاريخ او بيان

خوشحال خان خټک

د ډيلي د شهر ښه شان او شوکت و

لور په لور يې ښکلی ښکلی عمارت و

ښايسته يې بازارونه وو د ښار

مهيايې په بازار کې هر نعمت و

د شا نهر فوارې دي په هر کور کې

دبازار به يې څه کم بېگه وسعت و

په ډيلي باندې گواهي دجنتت وله

که راغلی په دنيا چېرې جنت و

دبادشاه د خاص وعام په څه تعريف کړم

و خوابگاه وته يې عقل په حيرت و

چې به جوړ د شاه جهان بادشاه دربار شو

په دربار کې به يې دوه اويا ملت و

که هوايې د عراق د خراسان وای

د جنت به د ډيلي سره غيرت و

دا زينت چې شاه جهان و ډيلي ور کړ

بل بادشاه کله ورکړی دا زينت و

د ډيلي بنا دچا په لاس ده شوې

په نوبت نوبت دچا پرې سلطنت و

همگي به نوم په نوم درته بيان کړم

چې د هر يوه څه خوی څه حاصيت و

د ډيلي بنا اول وکړه څو هاڼو

پرې د دېو تېر سوکاله سلطنت و

د اسلام بادشاه اول معزالدين و

چې يو کال يې په ډيلي کې اقامت و

چې ډيلي يې رانيوه له پټواريه

په دا کار کې يې ډېر کړی مشقت و

چې يې سر د پټورا پرېکړ له تنه

شپږ سو دوولس کاله کم سن د هجرت و

بيا له پسه قطب الدين دده مريی و

چې پرېښی يې په هند په نيابت و

بيا له پسه شمس الدين دده پالک و

چې په خلکو يې اواز دعدالت و

بيا له پسه فېروز شاه دشمس الدين و

چې په هند کې بې نظير په سخاوت و

بيا له پسه رضي لور د شمس الدين و

چې راضي ځنې سپا اورعيت و

بيا له پسه معزالدين د شمس الدين و

چې مشهور په عدالت په عبادت و

بيا سلطان علاوالدين کيقباد و

چې ورڅخه هم صورت او هم سيرت و

بيا سلطان جلال الدين

په سرير کښېناست

بيا لمسی د فېروز شاه علاوالدين و

چې په خلق او په کرم دده شهرت و

بيا له پسه قيب الدين د علايي و

چې همېش يې مخ په عيش او په عشرت و

بيا له پسه تغلق شاه چې امرا و

پرورش يې د غلجيو په دولت و

بيا سلطان محمد شاه د تغلق شاه و

چې دده په عصر خلک فراغت و

بيا له پسه فېروزشاه چې دده تره و

چې په هند دده دچارې خاتمت و

بيا سلطان محمد شاه د فېروز شاه و

چې د پلار په زندگۍ يې سلطنت و

بيا له پسه ابابکر په تخت کښېناست

چې دی هم دفېروزشاه له ذريت و

بيا له پسه سکندرشاه د محمد شاه و

چې په تخت يې يوه نيمه مياشت مهلت و

بيا يې ورور ناصر الدين په سرير کښېناست

چې په ده دښو ځوانانو ډېر قيمت و

بيا له پسه چې تيمور په هند راکښېووت

خضر خان ته يې ورکړی حکومت و

بيا سلطان مبارک شاه دخضر خان و

چې ښکاره يې له جبينه سيادت و

بيا سلطان محمد شاه دده وراره و

چې پښتون دده په عهد په عزت و

بيا سلطان علاوالدين و دده زويه

چې اکثر يې د نساء سره صحبت و

بيا بهلول لودين بادشاه شو د ډيلي

چې په تخت يې نهه ويشت کاله سکونت و

بيا له پسه د ډيلي بادشاه بابر شو

چې يې کارد پښتانه په برکت شو

بيا له پسه د بابر زوی همايون و

چې بې حده يې لښکر ډېر يې دولت و

بيا له پسه شاه عالم دحسن سور و

چې همايون دده له لاسه هزيمت و

بيا له پسه اسلام شاه دشاه عالم و

چې له پلاره نه هم زيات دده جرات و

بيا له پسه عادل شاه دده تربور و

چې پښتون دده په دور فضيحت و

بيا له پسه دهمايون زويه اکبر شو

چې وهر لوري ته مل دده نصرت و

بيا له پسه جهانگير د اکبر زويه

چې دده په دور هند لکه جنت و

اوس بادشاه شاه جهان د جهانگير دی

چې په بلخ په بدخشان دده نوبت و

زه خوشال چې دا شمار کړم شاعر نه يم

په داکار مې ازمېيلی طبيعت و

که مې شعر شاعري څرگندولی

ما به ډېر کړی د خپل بادشاه صفت و

چې د هند سير مې وکړ اوس مې ووې

گڼه دا تاريخ لارغه زما په نيت و

که ددې ويلو کال غواړې له مانه

په حساب کې واوره کال د قرشت (١٠٠٠) و

ابتدا ددې بيان په نماز پښين و

د ماښام په وخت يې شوی نهايت و