غزل
د غريق اوبه چې پاس واوړي تر سر
خوشحال خان خټکد غريق اوبه چې پاس واوړي تر سر
د جهان له حاله هيڅ نه وي خبر
خبردار يې په پساره په اوږده نه وي
چې درياب ترکومه لاړ دی پهن تر
اوس مې درست صورت د غم په درياب ډوب دی
په هيچا باندې مې نه لگي نظر
اندرون، بېرون همه په غم کې ځای شوم
هم د غم سره مې يو شو درست پيکر
ژواک ژوندون مې همگي واړه په غم شو
غم په مثل لکه اور زه سمندر
شش جهته مې خالي نه دي له غمه
په هر لوري واړه غم شوم زه احقر
غم په هسې شان مبهوت بې خوده يووړم
چې مې و هېر شو د يارانو ښه بشر
هغه څيز چې له نظره نه پناه شي
وايي هيڅ يې په جهان نه و اثر
د غم شپه لکه يو کال شوه، نه تېرېږي
په خوشال باندې به کله کړې سحر