نظم

د غرب تر آسمان لاندي

عبدالباري جهاني

د خاطراتو له كوڅو څخه مي

ستا د ګامونو آوازونه راځي

آه زما د ليري ولاتونو دوسته

لكه چي زما د پردېسۍ ښار ته دي لار كړې ده

دلته زما زړه كي د سهار مرغكۍ

د دې شرير جهان فضا كي راته

د وزرو د خلاصولو آرزو وپاروي

خو چي د شپې تياره وزر خپروي

بيا دېوالونه زما د پټ زندان خبري كوي

دلته به زما پته له كومه كوې

دې بېګانه نړۍ كي زه يوازي ځان پېژنم

په آيينه كي مي تصوير بندي دى

او زه د خلكو له نظره غلى

خپلي څېرې ته په ځير ځير ګورمه

دلته به ما په آيينه كي وينې

يوه عجيبه آيينه چي د ساعت په رسم

دوې پټي ستني لري

او په چارچوب د سود او زيان كي ګرځي

د دې هينداري ثانيې دقيقې

په خپل بېرحمه سوداګر مغز كي

پيكه كوي زما ځلېدونكى تصوير

په دې وطن كي وخت طلا ده طلا

او هر ګړى يې د اكسير او كېميا بيه لري

خو زما ضمير د شپو او ورځو حساب نه يادوي

دلته غروب د جنون رنګ اخيستى

او د باران څاڅكي يې

د تنهايي اوښكي دي

د ستورو سترګي يې څه نه سي ليداى

زه هم له خپلي كړكۍ ها خوا ته وتلاى نه سم

او مخامخ دېوال د بندو سرحدونو په څېر

ماته حرام كړي د دوستانو ديدار

دلته ډېوه د همسايه له كوره

زما سترګي نه ور بولي

دلته په دې وطن كي

بېګانګي تر ټولو ښه ملګرې

ټولي دننه ته خلاصېږي دروازې د خلكو

زما پر پردېسه پر غمجنه ځمكه

دلته د غرب د خړ آسمان د لاندي

شپه زما په زړه كي اوسي

او سهار زما له خپلو ماټو پيل سي

دلته نور زما په شان پردېس او غمګين نه اوسيږي

د شپې تورتم كي د چا لاس كي څراغ نه بليږي

تنها د يوه زړه سرګردانه آواز

د كوم حيران لاروي

د پښو له ږغه سره

د خاطراتو له كوڅو راوزي

آه زما د ليري ولاتونو دوسته

دلته د كوم دروازې په څنګ كي

د كومي وني شاته

د چا د ږغ په انتظار ولاړ يې

لكه چي زما د پردېسۍ ښار ته دي لار كړې ده ـ