نظم

د غواص د کال وبا

خوشحال خان خټک

د غواص (١٠٩٧) د کال وبا

خدای يې مه راوله بيا

اکوړخېل مې پکې ومړل

لوی هلک مرد ونسا

بخت ناک خان مې پکې ومړ

مور يې هم بوته قضا

يو هلک يې و راپاتې

ور پسې شو زر پنا

چاته ژاړم له دې غمه

سود مې کم دی د ژړا

لور په لور په دا لمبو کې

عالم پروت په واوېلا

تر د کنه تر کابله

راخوره شوه دا بلا

په لکونو عالم ومړ

چې ښارونه شول صحرا

الو قحط بيا وبا وه

په هر لوري وه غوغا

سرفراز د سعادت و

ښه لمسی مې و زېبا

هم حافظ د درست قرآن و

هم په خط و بې همتا

د ښکار سپی يې و ساتلی

لېونی شو بې غوغا

لاس يې وروړ بې خبره

چې گاڼه يې خپل اشنا

دی يې وچيچه په لاسو

لا علاج شو لا دوا

په دا کال له ما قضا کړ

په ارمان ارمان جدا

کال حصغ (١٠٩٨) شو وبا ولاړه

هم عسرت کړه راته شا

بارانونه دي ورېږي

ودانې شوه په دنيا

نه تل غم وي نه ښادي وي

وار په وار وي هغه دا

په هر حال شکر بايده دی

چې بد تره نه شي لا

اوس څه غم د عالمگير دی

چې عالم يې کړ رسوا

د وبا غوندې زر ورک شوای

بل يو ښه شوای را پيدا

يوخوشال دا دعا نه کا

درست جهان کا دا دعا

اجابت به يې زر وشي

که دخدای وي پرې رضا