څلوريزه

د اسمان دور خالي رونق دی

خوشحال خان خټک

د اسمان دور خالي رونق دی

ورکا بيا واخلي دا يې تسق دی

لکه يې راکړل هسې يې واخيستل

اوس راته پاتې دا يو رمق دی