نظم
د ژوند او معاشرې رموز
خوشحال خان خټکهر احمق چې په دنيا خاوند دجاه شي
نور وتلی ځنې نه شي جاه يې چاه شي
په ويل دمرسلانو نه گروهېږي
د فرعون او دنمرود غوندې گمراه شي
د دنيا دمال او ملک هغه لايق دی
چې سلېمان غوندې يې خوی شي که بادشاه شي
خر که ډېر عيب لري عيب يې پټ شي
اس که لږ عيب پيدا کا دپايگاه شي
سپين چوتار دې ځان ساتي له توره ټکيه
دماش رنگو عېب کوم دی که سياه شي
د عسل خواړه مچۍ زده نه چې مچ زده
چې عسل وته نژدې شي نور تباه شي
بدان سل بديې کا پروايې نه وي
په يوه خطا نېکان په غم په آه شي
د نېکانو په خطا عفوه لازم ده
د بدانو چې گناه بخښې گناه شي
پند هوښيار وته په کار دی و نادان ته
چې د نېکو نصيحت کړې لا بد راه شي
درست جهان يې که نېک خواه شي سوديې کوم دی
د هر چا چې خپل خصلت د ځان بدخواه شي
د ا غر غر فکر چې ته لرې خوشاله
ستا به کومه چار تر سره په بېگاه شي
د کلاه لايق يا باز دی يا شاهين دی
په دا څه که د کارگه په سر کلاه شي
هر جولا په تنسته کښېني څه وودې
نه خاصه وو دل په هره يوه جولا شي
په زرگونو په کې کښېناستل تري لاړل
گوره ځای به لا د څو و دا خرگاه شي
د يوسف غوندې په خوب بنده عزيز کا
محمد وته د غڼې تار پناه شي
سببونه يې په غم کې اندوخته شته
مبتلا ددې اندوه په دا اگاه شي
رنځ محنت چې په سړي باندې وردرومي
دا په دا چې اوده نه وي انتباه شي
دعاقل صحبت عاقل لره راحت دی
د جاهل سره يې ناسته په اکراه شي
د هغې مځکې نه لېرې لېرې گرځه
په هغه مځکه چې تل زهر گياه شي
اعتماد په رفيقانو پاتې نه شو
يو دې مال و ملک تالا کا نور گواه شي
دا مستي د خرابات په منځ کې نشته
دا مستي لکه په منځ د خانقاه شي
دا کوتاهي پايڅې هاله په کار دي
که يې لاس د بدو چارو نه کوتاه شي
شپه د هر چا عيب پټ کا په بېگاه کې
تور و سپين هاله څرگند کاچې پگاه شي
د سړي قدر قيمت په اعتبار شي
چې خواږه ورځنې لاړل گنی کاه شي