نظم

د کفر د کلمات

خوشحال خان خټک

که جنت دی ښه خصلت دی

که دوزخ دی بد عادت دی

مسلمان دې ژبه ژغوري

چې غضب پرې نه اوري

چې ويل کا څوک بې ځايه

پرې لعنت اوري له خدايه

په زبان وي چې ايمان وي

کفر هم په دا زبان وي

که زما نغوږي څوک ښه کا

مسخره دې هيڅوک نه کا

مسخره چې په زبان ځي

په خندا خندا ايمان ځي

زده کړه ته له روايات

دا د کفر کليمات

په درې څيزه کافر کېږي

هر سړی دې وپوهېږي

اول کار د اعتقاد دی

بل د ژبې اقرار ياد دی

بل عمل په درست اندام دی

درست اسلام په دا تمام دی

دا نيت که مسلمان کا

چې په کفر داخل ځان کا

پس په دا نيت کافر شي

په دا نيت تر کفره ورشي

چې کافر وي نيت دا کا

چې ايمان قبول سبا کا

په دا نيت مسلمان نه وي

اعتقاد د کافر څه وي

د اسلام شرطونه بويه

په ځای راوړي خويه

د مؤمن کفر که غواړي

چې کافر شوې په دا وياړي

په دا کار نه کافر کېږي

دا کار مه کړه که پوهېږې

چې گوندې د کافر کاندې

کافري ده په ده باندې

چې له فرضو څوک منکر شي

په انکار سره کافر شي

چې يې نه زده وي فرضونه

يا چې نه کا فرض نمونځونه

مسلمان نه دی کافر دی

تر کافر نه لابتر دی

چې حلال حرام گڼينه

يا حرام حلال شمېرينه

يا خونونه په نا حق کا

کبيره گناه مطلق کا

يا زنا يا لواطت کا

يا په ظلم مال غارت کا

که حرام يې نه گڼينه

په دا کفر پرې ورځينه

چی د خدای په وعده شک کا

په دا کفر به ځان کلک کا

عزرائيل که بد گڼينه

په هغه کفر ورځينه

مؤذن چې بانگ نماز کا

استحقاق پر سړي ساز کا

څوک چې علم زده کوينه

بد هغه ته څوک وايينه

يا قرآن وړاندې آلت کا

باندې چار د معصيت کا

د قران چې آيتونه

لولي څوک په سرودونه

په دا واړه چې يې کاندې

کفر ورېشي پرې باندې

که ارمان و که ووايي

چې حلال وی شراب ستايي

يا فلانه حرام حلال دی

يا حلال د ولجې مال دی

دا ويل د کفر دينه

ترې دې ځان مؤمن ساتينه

که څوک وايي چې نمونځ کړم

ولې هيڅ ترې نه مومم

يا نمونځ نه کا ورته وايي

چې نمونځ کړه ورته يې ستايي

دی جواب ورکړه مونځ نه کړم

که نمونځ نه کړم هم دا ښه کړم

کافر شي په دا خبرې

مسلمان دې وي ترې لرې

چې د شرع استخفاف کا

چې فرمان د خدای گذاف کا

کفر ورغی پرې باندي

مؤمنان دې حذر کاندي

که ظالم د مظلوم مال خوري

خوش خرم يې په وبال خوري

مظلوم ووايي و ده ته

مال مې مه خوره وکړه نغته

کنه حق به له تا غواړم

په قيامت به خدای ته ژاړم

ظالم هيڅ پروا ونه کا

بلکې لا ظلم په ده کا

دا هم کفر دی چې کېږي

په قيامت چې نه گروهېږي

که څوک ووايي غيب دان يم

هسې شېخ د خپل زمان يم

دا ويل د کفر دينه

چې يې وايي کافر شينه

چې غيبت د پېغمبر کا

شک ومه کړه ځان کافر کا

که څوک ووايي له خدايه

ووېرېږه دی بې ځايه

ويل و کا نه وېرېږم

دا هم کفر شي پوهېږم

چې عالم ورته بد وايي

په شدت ور سره پايي

که بې ځايه دا کار کاندې

کفر ورغی پرې باندې

که عالم فاجر فاسق وي

د بدۍ خودی لايق وي

که څوک ووايي بالغ يم

نمونځ که نه کړم خوش فارغ يم

يا څوک ووايي و چاته

په نمانځه کړه مينه زياته

دی جواب و هغه ور کا

نمونځ و تا وته څه در کا

نمونځ به هاله زه گذارم

گڼه څه دي نه يې کړم

دا ويل د کفر دينه

منکري له فرضو شينه

که زينار که څوک په غاړه

يا سجده د بت دا واړه

چې يې کا هغه کافر دی

له کافره برابر دی

که غولول کا دا کارونه

يا ضرور وي يا پجونه

کافر نه شي واړه بد کا

چې کارونه د مرتد کا