غزل

د کلۍ په تنکي زړه کې د گلونو په دهان کې

امیر حمزه شینواری

د کلۍ په تنکي زړه کې د گلونو په دهان کې

د فطرت چې کوم پيغام دی ځای يې نشته گلستان کې

نوې نوې نظر يې دی نوي نوي ايجادونه

چې قدرت ساتلي پټ دي څه خو شته دی په دا ميان کې

څه خو شته دی چې ورو ورو يې حقيقت راڅرگندېږي

څه خو شته د ليدو توان يې چې اوس نشته په انسان کې

رنگينۍ دي زړه راښکونکې، زړه راښکونکی د هغو دی

ته زما په امتحان کې زه د تا په امتحان کې

تصور کې کمال چرته؟ د احساس پختگي کومه؟

ستا عطا په تامل کې زما پوهه په نقصان کې

ته نياز غواړې زما نه، نن يې غواړې، اوس يې غواړې

زه د نن د تگ په غم کې، ته د ځان په آن وشان کې

ته ورېځ د نېرنگيو زه مجبور په تماشا يم

ته را اورې ماته وايې ولې لوند شوې په باران کې

کشمکش د جدايۍ مې لا په تحت کې د شعور شته

چې مې خوښه ټول عمري ده خپله څيره په گرېوان کې

زما نياز او ستا د ناز به اتحاد څنگه پيدا شي

زه په ځمکه درته رغړم ستا مزاج دی په اسمان کې

ستا پرتَو که پاتې نه شو د زړگي په آيينه کې

دا حيرت وايه د څه دی چې دې پاتې په حيران کې

ما حمزه ته ډول ډول چې جلوې کوې دا ولې

بس خو پاتې هغه رنگ دی چې پرون يې و چشمان کې