نظم
د کشتن دی د زدن دی د تاختن دی
خوشحال خان خټکد کشتن دی د زدن دی د تاختن دی
يو ورکزيه بل بنگښ دريم بولاق
د ورکزيه د بنگښ د بولاق نشته
يو انصاف دويم حکمت بل اتفاق
خدای دې ورک د پښتنو کار دا درې څيزه
يو بد جهل بل بدنيت دريم نفاق
سرداريې لره بويه دا درې توکه
يو همت دويمه توره بل اخلاق
څو دا مځکه دا اسمان شته دا به هم وي
يو روزگار دويم وصال دريم فراق
دمغولو حال هيڅ نشته که يې نه وی
يو دولت دويم شوکت دريم وفاق
چې له قومه نا اميد شوم ځکه زه يم
يو بې ملکه بل دلگير دريم فراق
په بد قام دې نن زما له لوريه تل وي
يو نفرين دويم لعنت دريم طلاق
د تيراه په ملک چې راغلم دا مې بويه
يو ډېر عزم بل ايلاق دريم قشلاق
په صورت په تيراه ناست زړه مې په يوټ دی
يو په ذکر بل په ياد دريم مشتاق
ياوه سړی هغه دی
چې يې غيڼ نه وي په واک
صحبت په هفته بويه
که هر څو يې قوت ناک
وجود لکه مايه دی
دا اوبه يې دي اوراک
څو غوړوي هومره بل وي
څراغ بې غوړو وي هلاک
له ځوانانو صحبت ښه دی
له زړو دې نه شي ژواک
چې تېر شي تر پنځوسو
ډېر دخول دی گڼي
صحبت دې کا په مني
يا په حوت يا په ويساک
په باغ کې صحبت ښه دی
چې بلبلې کا بلغاک
چې دا هوسناکي کا
تل دې کا گرم خوراک
په عطر کې دې اوسي
ښه مهين دې کا پوښاک
نودې اوبه دې تل وي
چې په غسل کا ځان پاک
دخول د حيض بد دی
يا پرمی شي يا سوزاک
له پاکې دې صحبت کا
د ناپاکې په سرخاک
که خورې فلاسفه خوره
هم يې باه شته هم امساک
اته ويشت لرم زويه
نشته يو د بل په رنگ
اشرف خان مې لايق زوی دی
درېغه نه وای په خوی پړنگ
سدو دنور څه نه دی
خو يې غواړي په پالنگ
بهرام هغه خنزير دی
چې لايق دی د تفنگ
خانان هغه شاهين دی
چې يې سره په وينو چنگ
باز په لاس د عظيم کام دی
يامزری دی يا پلنگ
نظام ورېښمين رومال دی
پورې غوټه موټی بنگ
يحيی، خالد دا دواړه
بوالعجب لري فرهنگ
په واړو کې آزاد دی
هم د روغې هم د جنگ
بخت ناک هغه زلمی دی
نشته بل دده په رنگ
مالو، جلو دا دواړه
ژک ژوندی په مځکه ړنگ
نور غشي اغزين دي!
سر اغزي دي يا خدنگ
نن مې وکړل له استاده نه څو سوال
سرفراز يې په ځواب کړم دهر سوال
وی مې څوک دی چې همېش په يوه حال دی
وی يې تل په يوه حالدی ذوالجلال
وی مې څوک دی چې همېش په بل حال شي
وی يې خوار بني آدم لري دا حال
ویمې سر دفراغت دي دا درې څيزه
تندرستي او ايمني د دنيا مال
وی مې کوم سړی لايق دی د يارۍ
وی يې هر چې دروغ نه لري ټيټال
وی مې ځوان دې په ځوانۍکې کومه چار کا
وی يې هر زمان دعلم اشتغال
وی مې زوړ دې په زوړوالي کې کوم کار کا
وی يې هر چې له چا نه کاندي هيڅ سوال
وی مې تمه قطع نه بويه له چانه
وی يې هر چې ښه يې اصل ښه خصال
وی مې څه دي د دنيا دا ښې ښې چارې
وی يې واړه افسانې دي خواب و خيال
وی مې کوم بحث وجدل دی چې تل ښه وي
وی يې دا د علم بحث دی جدال
وی مې کوم رښتيا چې ووايي پرې سپک شي
وی يې خپل هنر چې وايي دم درحال
وی مې کوم يو بې نوا بللی بويه
وی يې هر چې يې په غاړه ډېر عيال
وی مې کوم سړی نېک بخت بللی بويه
وی يې هر چې سخاوت کا په اموال
وی مې کوم سخي لايق دی د ستاينې
وی يې هر چې په بخښلو شي خوشال