غزل

د ښايست يې د سپين مخ ځنې اثر لاړ

امیر حمزه شینواری

د ښايست يې د سپين مخ ځنې اثر لاړ

گويا ورځ په تېرېدو شوله چې نمر لاړ

زه گړۍ ساعت له ياره جدا نه يم

خدای زده کله راغی کله نامه بر لاړ

خفه شوي رقيبان سره پخلا شول

د ورتلو مې ديار درته چې خبر لاړ

څه خندا وه چې غوسه يې ښايسته کړه

گويا وخندل په شپه باندې سحر لاړ

دښايست په جال کې گېر دی يار پخپله

کله شي چې دچمن ځنې نښتر لاړ

سادگي ديار مې گوره راته وايي

په محفل کې دې چې چا وته نظر لاړ

عشقه تا مې د زړه سترگې کړې روښانه

ستا له سره دې وي ځار که مې بصر لاړ

سرمايه مې چې د ژوند ور کړه اشنا ته

رهزنان د اجل نه راځي خطر لاړ

زه به دلته په صحرا کې گلزار جوړ کړم

که چمن ته په الوت کې مې وزر لاړ

حمزه هله سر په سېر دعاشقۍ شوې

چې په دې لار کې دې ډک له عقله سر لاړ