غزل
د ښایست یې سپین مخ ځنې اثر لاړ
امیر حمزه شینوارید ښایست یې سپین مخ ځنې اثر لاړ
ګویا ورځ په تېرېدو شوله چې نمر لاړ
زه ګړۍ ساعت له یاره جدا نه یم
خدای زده کله راغی، کله نامه بر لاړ
خفه شوي رقیبان سره پخلا شول
د ورتلو مې د یار درته چې خبر لاړ
څه خندا وه چې غصه یې ښایسته کړه
ګویا وخندل په شپه باندې سحر لاړ
د ښایست په جال کې ګېر دی یار په خپله
کله شي چې د چمن ځنې نښتر لاړ
سادګي د یار مې ګوره، راته وایي
په محفل کې دې چې چا و ته نظر لاړ
عشقه، تا مې د زړه سترګې کړې روښانه
ستا له سره دې وي زار که مې بصر لاړ
سرمایه مې چې د ژوند ورکړه اشنا ته
رهزنان د اجل نه راځي، خطر لاړ
زه به دلته په صحرا کې ګلزار جوړ کړم
که چمن ته په الوت کې مې وزر لاړ
حمزه هله سر په سېر د عاشقۍ شوې
چې په دې لار کې دې ډک له عقله سر لاړ