نظم

د ښځو نړۍ

خوشحال خان خټک

گل فامې، نېک و فرجامې، ده و دامې فيل اندامې

هم دا دي چې مې ووې پرې دې هر څوک وپوهېږي

گل فامي دي هغه چې نيلوفر غوندې يې تن وي

له تنه يې ښه بوی درومي بورا باندې څرخېږي

غونچه غوندې خوله تنگه سر يې گرد نرۍ يې پوزه

بارخو يې لکه گل د چنبې سپين نازک ځلېږي

پلن وچولی سرې شونډې هلک چاه يې په زنخ کې

واړه هموار غاښونه په خندا کې سپين برېښېږي

ښې سپينې ډکې لېچې گرد ورغوي اوږدې گوتې

هر ځای ته چې يې گورې هيڅ لقب پرې نه جوړېږي

د تيو سر يې تور، تي يې هلک سينه کشاده

په قد سمه ثابته سم الف شي چې ودرېږي

د سر ويښته يې تور نري، اوږدې ولول يې زلفې

په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه تمامېږي

د سپو خڅو ويښته يې هم نري په نشت شمارلي

ورنونه کوناټي يې ښه ليدل شي چې خوځېږي

ډېر خوب لږ يې خوراک گېډه يې ناسته ملا نرۍ

الت پکې نامه څخه په گوته څرگندېږي

تر وخته تر پرېوته څو ښځې پيدا کېږي

څو دي په جهان واړه څلور ذاته حسابېږي

ښې غټې تورې سترگې لوی باڼه نرۍ يې وروځې

که پان خوري که شراب څښي تر مرۍ يې ښکاره کېږي

لږ قهره عقلمنده کم دخوله مهربانه

ساده لږه خندا خو هم په شونډو کې موسېږي

گلفامه خو مې ووې نېک فرجامه درته ستايم

په حسن په ښايست کې و گلفامو ته رسېږي

دا دوه توکه يې نه وي چې بورا باندې څرخېږي

يا پان خوري يا شراب څښي ترمرۍ يې ظاهرېږي

ويښته يې په وجود باندې هم لږ و ډېر ليدل شي

نه ځږه وي نه بدرنگه په وجود يې ښه جوړېږي

خوراک په اندازه خوري خوشبويي يې لکه ځان وي

لږ خوب کا ډېره لانبي تل په سترسهار ويښېږي

مينه په هوس وي خنده رويه ښېوه ناکه

په لوبو په سندرو په سرود يې زړه خوښېږي

نه غم نه دلگيري کا همېشه تر و تازه وي

په خپلو سهيليو مينه کا باندې خوږېږي

دخپل مېړه په بد په ښه په هره چار نازېږي

که بل سړي سره زر وي ورته خاورې څرگندېږي

په نيت جوړه په پت جوړه ظاهر باطن يو رنگه

ديار د پت د پاره د کباب غوندې وريتېږي

رښتيا خبره هم په ډېر ضرور په ډېر ناکام کا

دروغ خو يې هرگز په خوله په ژبه نه جوړېږي

په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه

په غولي په جوس يې هيڅ ناپاکه نه تېرېږي

له ځانه يې ښه بوی دگبينه غوندې خوږ درومي

دخول وته يې زړه د خپل مېړه په رضا کېږي

تعريف د دد و دامو درته وکړم راته غوږ کړه

په زړه کلپه ناغسه په خبره نه شرمېږي

بد گويه ، بد زبانه، ډېر وي لږه خبره

ځان تود بوی يې له ځانه د لېوه غوندې بهېږي

مينه په چيچل وي په سکونډل وي په داړل وي

له تاوه يې هم هرکله خښتگ مښتگ لندېږي

ويښته يې د سر ځږه د تن هم ځږه گرلنډ بد رنگي

يکدله گېډه وره په خوړلو نه مړېږي

مېوه، لونگ، جايفل، لاچي په دا يې غرض نه وي

تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر ته يې زړه کېږي

چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښورېږي

که لوی وي که هلک وي و هر چا وته قهرېږي

نه پت گوري نه شرم نه يې حق وته نظر وي

دخپل مېړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړکېږي

د کلي د محلت ناپاکې ښځې ورته ناستې

د بدو بدکارانو کيسې وايي مشغولېږي

چې خپل مېړه يې بولي ورته ځان کا لکه حيضه

بل ځای چې بد کاري کا په شل ځله نه سړېږي

زيارت، ميارت، بانه کار د رنځور، منځور پوښتنه

چې لاړه په هر لور شي د هر چا سره خوارېږي

اوس غوږ باسه وماته مخ يې تور ده و دامو

بيان د فيل اندامو هم ضرور دی بيانېږي

کټه مخ، بد کولکونه وروځې پلنې وړې سترگې

لوی سر، وېښته يې ځږه، تېره سرونه سره ځلېږي

درست ځان کټه، لاس پښې کټه کټه د لاسو گوتې

بد شونډې داړه ورې چې سړی ځينې وېرېږي

يون دروند، آواز هم دروند، په زړه هم سخته ناشولته

کم مهر، قهرجنه چې بل خاندي دا پخسېږي

هاتي غوندې خوراک کا دهاتي غوندې ترې بوی ځي

په عشق په محبت په مهر مينه نه پوهېږي

خواړه ماړه چې وخوري ارږمي په وازه خوله کا

لاس پښې په بيارته بيارته هر ځای پرېوځي وغځېږي

د چين او ما چين په ملک کې ډېرې دي گلفامې

د هند په لته هم خال خال په چېرته څرگندېږي

کشمير، فرخار، کابل، کندهار، څو چې خراسان دی

په دا کې نېکفر جامې ډېرې ډېرې موندې کېږي

هيڅ ملک کشور اقليم له نېک فرجامو خالي نه دی

په هر لوري نوبت دور د دوی دی چې غږېږي

اسمان چې ورځ و شپه کراري نه کا هسې گرځي

تر سر د نېک فرجامو زه خوشال وايم ځارېږي