نظم

د خيالونو باران

عبدالباري جهاني

لكه باران د شګوفې داسي تازه لګېږې

ښايستې څنګه مي پر سترګو باندي ښه لګېږې

يا خو هينداره درواغ وايي لا ځواني پاته ده

لا د ځوانۍ په زكندن كي زندګي پاته ده

لا مي د بنګو په پياله كي هوښياري پاته ده

چي پر نظر نظر خماره او نشه لګېږې

دا څه منتر دي زما د اوښكو په دانو كړى دى

چي مي پر زړه كله مرهم كله لشه لګېږې

ښايستې څنګه مي پر سترګو باندي ښه لګېږې ـ

ښكلي يرغل دي له پخوا زما پر خوبو كړى دى

څه تور جادو دي زما په ورځو زما په شپو كړى دى

ښكلي يوازي پر تا نه يم پر ښكلا مين يم

قسم په خداىY دى كه پوهېږم چي پر چا مين يم

كله پخپله پر جنون كله ليلا مين يم

كله نسيم د سباوون كله لمبه لګېږې

كله يوازي ستا ښكلا په ټول جهان كي وينم

كله دي سترګي په هر ستوري د اسمان كي وينم

كله دي اورم په كيږدۍ كي له شپېليو سره

كله دي وينم په سپوږمۍ كي له پاوليو سره

د اسمانو له فرشتو له شاپېريو سره

يوازي ته مي پر تندي لكه سجده لګېږې

ذره ذره دي په عالم كي هم په ځان كي وينم

ته لكه غشى د ازل سم پر سينه لګېږې

سم دي له خياله سره بزم د غزلو راځي

رنګ ته دي شور د تصويرونو د ايستلو راځي

زړه ته شكري د توبې د ماتولو راځي

كله صنم كله مغان كله كعبه لګېږې

ته لكه شور د مستي زركي په صحرا كي ښه يې

ته لكه ستورى د صبا شپه د بيديا كي ښه يې

ته لكه اوښكه تر بڼو مي بې ګودره راځې

د زړه تر ښاره بې آوازه بې خبره راځې

لكه ښايسته غزل تر خياله د شاعره راځې

د زړه محراب كي مي كافري بتخانه لګېږې

ته د پېړۍ توبه شكنه مينا كي ښه يې

ته لكه زېرى د ژوندون داسي پر زړه لګېږې

په هركاروان كي له دې سيورى سره پلونه وينم

له افسانو دي زنګېدلي شپې كلونه وينم

له تا ښايسته د جهاني خواږه شعرونه وينم

لكه مستي لكه شراب لكه پياله لګېږې