نظم

د خلال

خوشحال خان خټک

چې خواړه وخورې پسره

بيا خلال تر غاښو وروړه

چې خلال سړی کوينه

فايده ډېره سره شينه

يا د ولې خلال خوب دی

يا د توت خلال مرغوب دی

چې خلال د هر درخت کا

خود بجود رخنه د بخت کا

چې په ژبه يې راوځي

ښه که نفس وته پرېوځي

په خلال چې جدا کېږي

په خوراک نه روا کېږي

توکه ول هم هسې بويه

چې يې نه ويني څوک زويه

چې خلال و کا د وړاندې

بيا زر ولنه د لاس کاندې

افتابه چې را کښېباسي

پښې لاس دې يې جار باسي

اول حق دی د پيرانو

بيا دې حق د عالمانو

په لاس وله هر څه چې کاندې

کار د دوی بويه د وړاندې