غزل دا خو واړه د پټرولو برکت دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دا خو واړه د پټرولو برکت دی چې سوا دي د سړيو نه موټرې 02 په کويت که دغريب گوزاره نه شي دي پکار چې چرته لاړ شي ځنې لرې 03 نن د يار له ښهره سترگې سرې څيرې گرېوان ځمه ای د ديدن جذبه جوړ په تا باندې نادان ځمه 04 يو ديدن د زلفو چې خبر د ژوند په راز کړمه اوس دجمعيت له ډېره زوره پرېشان ځمه 05 وايم به هغه چې د ستا سترگو رازده کړي دي ښکليه ځکه زه دې بې پروا له امتحان ځمه 06 دا هستي له ما وه او که زه له دې هستۍ ومه کور د آيينې نه حيران راغلمه حيران ځمه 07 تا چې ما حمزه وته په کونج د سترگو وکتل اوس به لا په پورته دعالم نه د امکان ځمه د قاموس مانا × اصلي کلمه