نظم

د خوب نه د شاه پاڅېدل

عبدالحمید مومند

چې نسيم د صبحدم د شپې طري

يو څنگ بل څنگ کړې د ورځې له ظهري

له سياهۍ د شپې مخ پرېوځي سپهر

په چشمه باندې د نمر د شاه په څېر

له فلکه د آفتاب وږمه پيدا شوه

د قطرو په څڅېدو پرخه پيدا شوه

وکېښ سر په شتابۍ يې سر مهر

يوسف شان له رود نيله د سپهر

دموسی د اتش طور طور راغی

تاريکي د شپې ولاړه شوه نُور راغی

چې نشان د روشنايۍ کړ سر راپورته

هلته شاه د نازله خوابه کړ سر پورته

لکه لښته تاوتاو کېږه سترگې مږه

په نغمو په کرشمو خلقې کوږه

تر ناحقه کاږه گوره کاږه وايه

تريو تريخ کېږه خادمان رټه له ورايه

په مثال لکه غونچه له خوبه بړوسه

نه له چا سره گډون کړه نه مايوسه

چې پرې بوی لکه گل په گلابو

مؤدبه دشاهۍ په آدابو

ترکانه دستار يې کېښو په سرباندې

راغله مياشت دڅوارلسمې په غر باندې

شاهانه جامې يې واغوستې زرينې

معطرې،مزعفرې، عنبرينې

سور پاک سرو پای موافق واغوست

هر پوشاک يې په دستور د سابق واغوست

آراسته يې په خوبۍ هسې قامت شه

چې باعث په اقامت دقيامت شه

په تعظيم يې رضامند مادر پدر کړه

په تسليم يې د واړو لاس ورته په سرکړه

د مکتب په لور طالب هسې روان شه

په روضه کې د رضوان آب روان شه

شرمنده يې په خرام کبک دُري کړ

فريفته يې په هر گام حورو پري کړ

په مکتب کې دگدا خاطر لرزان

د اسمان زمکې تر ميانه اوېزان

کله پاڅه کله کښېنه لارې گوره

د راتلو په رو يې رود د اوښو گوره

په ژړا يې مشکيان د سترگو گماره

صافوه يې لاله گرده څو څو واره

ناگهانه هغه شاه په فتوح راغی

په قالب کې د مکتب لکه روح راغی

دوباره تللې فتنه پستنه راغله

په يوې اندېښنې بله کړله راغله

چې ښکاره ورته په دا حسن جمال شه

په هغه گړۍ گدا دېوانه حال شه

عقل هوش يې له زړه لاړ قرار له تنه

نه يې تاب د لېونتوب د نار له تنه

د ژوندون له تازگۍ پژمرده شه

دم يې نه واهه بې دم لکه مرده شه

چې دچا له بدبختۍ شي ورځه توره

دعيسی (ع) په دم يې دم خېژي ته گوره

چې داهسې خسته حال وليده شاه

په احوال باندې يې ډېر وکړه زړه سوی شاه

وې يې وايه حال دې څه دی ای گدايه!

څه مطلب لرې په زړه راته ونمايه!

خدای به خير کاندي هېڅ اندېښنه مکړه

ورک د صبر په اوبو د غم غارمه کړه

يو ساعت په دلاسه د گدا کښېناست

بيا ولاړ شه لکه سروه په ځای کښېناست

هسې دم يې دکرم ورباندې پوکه

چې جنون شلولی زخم يې رفو که

روبرو يې سره ځای په روبر ونيو

سپند زړه يې د گدا په مجمر ونيو

مخ په مخ کسي په کسي سره کسه

يويوه ته، بل و بل ته کسي نسه

هر گوزار چې به نظر شاه په گدا که

څو چنده به يې په زړه کې مهر ځای که

چې پرې سيوری شوه دعشق مُهر مری

د کرم آواز يې وووت تر مرۍ

وې يې کښېنوئ نزدې ماته دروېش

پس له دې دې لولي ما څخه همېش

بې له ما دې ورته نه وايي سبق څوک

نه دې ښکي ور سره بې له ما ورق څوک

که بې ما ورته چا حرف وښو په گوته

هغه گوته به يې پرې کړمه له گورته

که تازه څوک په قلم دده رقم که

دواړه لاسه په تېغ زما قلم که

پس له دې گفتگو شاه يو په بله

و خپل ځان وته نزدې که خراب دله

په تعليم چې ورته يار په تکلم شه

له هوسه خسته ځان ور څخه کم شه

دالف په ځای به يې دال وايه په هر دم

هېڅ نشته ورباندې فرق دکاږه سم

په دا رنگ (ـه) شاه يو څه وې ده بل څه

کړه باعث په مشغولا گل و بلبل څه

تر بېگاه يې دا تعليم وتعلم کړ

لېوني وران تکلم، شاه تبسم کړ

آه له دې کافر پېشه وو هلکانو

چې بازي په دل و دين کا دپاکانو

هر زمان نوې فتنه ولاړ وي

يو عالم دعقل هوش لتاړوي

د مخ توره دښکار په باټ تېره که

نر ناحقه يې په وينو دچا سره که

نازنخره ښېوه له ځان سره جنبه که

د زاهد د صبر خونه سره لنبه که

چې حلقې د زلفو سازې په آغوش که

د پرهېز گردن کشان حلقه به گوش که

په ويلو په کتلو هسې پېر که

چې شومان تر سر و مال وځانه تېر که

واخلي ژبه گونگړو د زړه په وړو

ساده دل په مزري مات که د اوړو

چې آغاز يې په نرمۍ آواز نغمې که

زړه دعشق په کروړو تغمې تغمې که

چې ښکاره ورته چشمان ډک له کينې کا

په کودي کې دخلوت شېخان نينې کا

په رنجو چې سترگې تورې که نرۍ

فريفته کاندي په ځان حور و پرۍ

چې څرگند د خپل هنر د باز و زور که

په دقت کې افلاطون طبانچه خور که

دا ساحره طايفه چې په ښېوه شي

دهېچا يې له کمنده خلاصی نه شي

په څېره چې دام دزلفو د زېب کېږدي

دوباره پکې دانه د فرېب کېږدي

د پرهېز بازان به څله پکې نښلي

پکې يوتښتي پړکېږي بل ورزغلي

د حکيم ځنې خلاصی په حکمت نه شي

دمعصوم ځنې خلاصی په عصمت نه شي

که فتنه د دل وجان وايي هم دوی دي

که رخنه د دين ايمان وايي هم دوی دي

چې يې سوی د گدا د صبر کور دی

نور څه نه دي دخوبانو د عشق اور دی

بيا په سر د مطلب راغلم راغله شپه

د گداد شاه په تلو شوه ساه خپه

هر ساعت پرې شولې بوښتې دغم شوې

هر نفس يې خوله په آه، سترگې په نم شوې

بيا يې ووهلې سيند دغم څپې!

ور دو څارې شوې بلا ابترې شپې