نظم

د خپل شعر په تعريف کې

خوشحال خان خټک

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ

مدعي د تورې شپې اور اور کی و

د سهيل غوندې مې ځان باندې څرگند کړ

راز د زړه ننه ساته نه شي په زړه کې

په ساته کې يې استاذ و ماته پند کړ

يو په حال او په ماضي کې هسې نه و

چې ښکاره يې د خبرو راته خوند کړ

د ميرزا ديوان مې ومانډه په گوډي

مسخره مې ارزانی خېشکی زمند کړ

دروېزه مې له مخزنه سره ونغړد

پير روښان مې ياوه گوی سره مانند کړ

که دولت و، که واصل و، که دا نور وو

په خبرو مې د هر يوه ريشخند کړ

قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو

د اوربشو په ډوډيو چې چا شخوند کړ

لال و دُر مې ورته وپېيل د نظم

د مشکڼو بنجاره مې مستمند کړ

هر کلام مې واردات دی يا الهام دی

چې موزون مې په تقطيع د بحر و بند کړ

په تشبيه او په تمثيل په نزاکت کې

عزوبت مې دخبرې چند در چند کړ

په تازه تازه مضمون د پښتو شعر

په معنی مې د شېراز او د خجند کړ

د بوستان ونې مې واړه پيوندي دي

حقيقت مې دمجاز سره پيوند کړ

نه اندوه د مدح و ذم نه هغه کس يم

چې دزړه په زور مې شعر چا پسند کړ

په پارسي ژبه مې هم ژبه گويا ده

په پښتو ژبه مې خلک بهر ه مند کړ

د جاهل په بخره تش سر ښورول وي

آفرين مې په خبرو دانشمند کړ

يابه درست په حسد ډک يا به جاهل وي

چا چې زړه په دا خبرو ناخورسند کړ

جاهلان لکه کارغه گندگي خواره دي

شنو توتيانو به د زړه مهر په قند کړ

نه مې سود نه مې مقصود شته په دا کار کې

محبت زما په غاړه دا کمند کړ

که نور سود له شعر نه لرم دا بس دی

چې حاسد مې د حسد په اور سپند کړ

چا زما مړوند ټينگ نه کړ په دا کار کې

ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ

هم دې زار دی هم دې سخ که فهم وکړې

زړه! چې تا د شاعريې کار پسند کړ

سخ دې دا چې سخندان د زمانې شوې

زار دې دا چې دې په فکر زړه نژند کړ

ترقيامته به يادېږي په جهان کې

هر سړی چې خدای په فصل ارجمند کړ

عشقه ته تر اورنگزېب بادشاه بهتر يې

چې خوشال دې په عالم کې سربلند کړ