نظم
د خپلې مېړانې ستاينه او ځان ته ډاډگېړنه
خوشحال خان خټکچې په خوا په خاطره نه هسې عيان شي
ځينې څه چارې پيدا په دا جهان شي
په لا چي په چوتره وگرځېدلم
اوس مې گشت د اپرېدو په ميدان شي
لکه باز په يوه غره نظر په بل کا
بيا زما نظر د سوات په کوهستان شي
د مغول منصب مې پرېښو هسې خوښ يم
لکه خلاص د لويه بنده بنديوان شي
د نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي
که مې چېرې ننگيالي په لاسو کښېوځي
پرې به لرې دا زما د زړه ارمان شي
و مغول وته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي
په اعوذُ به يې فتح کړم که خدای کا
په دا کار کې که څؤک ما وته شيطان شي
که فرښته وي بې بدۍ به پاته نه وي
چې قرين ور سره هر کله بدان شي
چې يې خپله پوهه نه وي ښه هغه دی
چې د بل سړي په پند پسې روان شي
هيڅ د بود خبره وا نه ورې له چانه
بېهوده خبرې ډېرې تر دا ميان شي
زه به تن غرض وگانده ته پرې نه ږدم
که د گانده د ژوندون سړی ضمان شي
چې خندا په خوب کې وويني و ژاړي
د نادانو ياري سود گڼي دا زيان شي
په يوه بڅري وسوځي درست کلی
په يوه خبره لاړ واړه ايمان شي
ساقي نن زما په دور جام گردان کړه
گوره گانده به د چا دور گردان شي
اورنگزېب بادشاه زړه ډک په لاهور راغی
گوره څو عالم به وران څو به ودان شي
چې په څه دې زړه مشغول شي هغه واړه
په سلوک کې ستا د لارې رهزنان شي
لکه کښت لره باران او باد په کار دی
د عالم ټولی په خلق په احسان شي
درومه هيڅ د مياشت او کال خبرې مه کړه
هره ورځ پيرې څو شانه د اسمان شي
ډېر وتا وته نن لاپې د يارۍ کا
گانده ستا و سر ته کښېني غليمان شي
په جهان د ننگيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
د بازونو دکارگانو مصاف وينم
تر دا منځ به يې د وينو رود روان شي
عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو
تار په تار به اواره واړه کارگان شي
چې وکار ته يې حيران دي دا خو لږ دي
ډېر عالم به و خوشال و ته حيران شي
چې په داغ باندې يې ږدي څه خو پنبه ده
نور به کوم د لېوني پاتې سامان شي
د مزريو مړنتوب په لښکر نه وي
مټ يې هرکله يوازې په خپل ځان شي
آزادي تر بادشاهيې لا تېری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي