غزل
د خوږو شونډو يې ډېر دی تلذذ
خوشحال خان خټکد خوږو شونډو يې ډېر دی تلذذ
تر همه خواږه يې تېر دی تلذذ
ما وی زه به يې عسل سره نسبت کړم
د دشنام يې په بل پېر دی تلذذ
له شکرو زړه نيوی شي، نه له ده نه
د پيو روی يې په څه څېر دی تلذذ
څو مې ياد د هغې خولې د مچې خوند دی
نور مې کل له دله هېر دی تلذذ
د ناوک يې هم لذت تر حساب تېر دی
ولې زيات يې د شمشېر دی تلذذ
لکه و، د زنخ سېب په هغه شان دی
نه چې اوس يې تېر و بېر دی تلذذ
ستا د ژبې د سر ډېر منت راباندې
په دايم يې رابرسېر دی تلذذ
په هجران د شکر لبو په جهان کې
په خوشال زهر و گنډېر دی تلذذ