غزل

دا خوني سترگې چې ته لرې دلبرې

خوشحال خان خټک

دا خوني سترگې چې ته لرې دلبرې

په کشتن به خلقې کاندې ډبرې

لا بله کله زما خوار طالع مدد کا

چې به ستا سترگې په ما شي برابرې

په خرام، خرام راځه چې بوی يې واخلم

دواړه زلفې په عنبرو معنبرې

په عارض دې د زړه داغ و لاله ورکړ

ياسمن دې د پېغور کړل، سمنبرې!

باز د جال کوتره وويني پرې ورشي

ټپوسی باندې پېرې کا لرو برې

گوره چېرته وې په چېرته گرځېدلې

چې فراق کړې هومره اوښې راخبرې

محتسب دې ځنې لرې گرځي

مست خوشال څخه کوتک دی د ډنبرې