غزل
د مسرت د شجاعت د امانت شوه زمانه
امیر حمزه شینوارید مسرت د شجاعت د امانت شوه زمانه
نشته ظلمت دتشستت هغه دوران شو افسانه
نمر شو ظاهر د هدايت په تماشا يې شوهر کس
شمع يې گل په ننداره، په تمنا يې پروانه
نن شو تر غاړه خلوتيان او جلوتيان سره يو ځای
شولو يو روح او دوه قالب ، وو دېوانه که فرزانه
تېره اغزي شو زبانونه، د رحمت لري مرهم
په گلستان او په صحرا کې هر يو گل شو پيمانه
د رسالت په نظر سترگې د قدرت گوري دنيا
شش جهت کې هره ذره دامامت شوه ميخانه
د هر شاعر ژبه گويا شوه په "يا انت سعد" بيا
طلع البدر علينا دمسلمان ده ترانه
زړه د قرآن په ډېر اخلاص وايي عامل مې شو پيدا
يو به ملت شي کنج به وران شي د ابجد په نشانه
بخت يې راويښ شو ای حمزه گوره دا ناوې د ناسوت
کوي سينگار جبروتي، ملکوتي لري شاته