غزل د مجاز عاشقي عين حقيقت ده خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 د مجاز عاشقي عين حقيقت ده و معنو ته زينه ايښې د صورت ده 02 تر ثرا تر ثريا که فهم وکړې په څلور کونجه غوغا د محبت ده 03 په جهان به هيڅوک نه و که عشق نه وای دبدبه د عشق قايمه تر قيامت ده 04 چې په مينه کې يو زړه او يو زبان وي تر هر چا د هغو چار په برکت ده 05 دا يوه وينا د زړه په غوږو واورئ چې بهتره د اورنگ تر سلطنت ده 06 سر دې درومي، مال دې درومي پت دې نه ځي د سړي د چارې کل خوبي په پت ده 07 چې يو ځله زړه د چا په مينه بند کړې په شلول ځنې کمي د مروت ده 08 چې د نيت غلطي لري، بلا به ورشي تر هر څه بده بلا غلطي د نيت ده 09 چې يې خدای ورکه و چا شکر دې کاندي په جهان کې لويه بخره د همت ده 10 په تېره الماس د پاسه قدم ايښی يوه څه باريکه لار د شريعت ده 11 چې کڼو ته نصيحت وايې خوشاله! وايه څه فايده ستا د نصيحت ده د قاموس مانا × اصلي کلمه