نظم
د مطلوب لاره
خوشحال خان خټکلارې دي بې شماره هر ديار لره وردرومي
تلای هغې لارې چې خپل يار لره ور درومي
څوک يې يې ريباره په خپل بخت کا ورکناره
څوک په زړه ورژلی وريبار لره ور درومي
سل جشنه نوروزه تر هغه ساعت ځارېږمه
هر چې دلداده عاشق خپل يار لره ور درومي
څورنگه نافې يې په هر چين کې دي د څڼو
خلک په نحفه چين تاتاره لره ور درومي
نور عالم يې واړه وار په وار په ځان مين کړ
اوس په شين شين پرهېزگار لره ور درومي
زړه مې د دلبرو تورو زلفو ته هوس کا
گوره دا په ځان خوني تور مار لره ور درومي
مرم د خدای د پاره په شتاب شتاب رادرومه
چېرې هم طبيب ورو، ورو بيماره لره ور درومي؟
ځم د يار په لوري په هوا هوس خوښي کړم
ذوق کاندي بلبلې چې گلزار لره ور درومي
سخ دهغو لاسو چې په سپين مړند ستم کا
سخ د هغو غاښو چې رخسار لره ور درومي
مخ يې ور ښکاره کړ د زاهد زهد يې يووړ
بيا يې ځنې تاو کړ بل ناتار لره ور درومي
سخ د ناپوهانو چې هيڅ غم اندوه يې نشته
هر چې څه غمونه وي هوښيار لره ور درومي
تش لاسونه ووځي د بازار له نعمتونو
هر چې کيسه تشه و بازار لره ور درومي
هر څوک چې طلب کا پټه نه ده دا خبره
هر کله مطلوب وطلبگار لره ور درومي
وايي چې هر دم په خوږو زړو کا پرهارونه
زخم د زخمک چې و هر تار لره ور درومي
نورجهان سقر شو باندې سرای دارالقرار دی
کله به خوشال دارالقرار لره ور درومي
سل فکرونه وکړه تر دا نشته بل ښه فکر
چارې واړه خدای کا، کار اختيار لره ور درومي
ويښ اوسه خوشاله ما ليدلي دي ډېر غلونه
کور د اودو ډونډ، کابيا بيدار لره ور درومي