غزل
دا نه وايم و چاته، چې پارسا يم، فاسق نه يم
خوشحال خان خټکدا نه وايم و چاته، چې پارسا يم، فاسق نه يم
دخدای منت راباندې، هر چې يم منافق نه يم
يا ما زده ستا په حسن، يا زما په مينه تازده
که هرڅو کښلي ډېر شي نور په هېچا عاشق نه يم
د مخ مشال دې بل کړ، د پتنگ غوندې پرې راغلم
بيا ته به راته وايي چېپه عشي کې صادق نه يم
که ته لکه ليلا يې، ما مجنون بوله په عشق کې
که ته لکه عذرايې زه، هم کم تر وامق نه يم
يامست يا لېونی يم، يا مې نه زده کار دمينې
ښکاره ښکاره ويل کړم، د رازونو سارق نه يم
د هر ښهر په کوی کې ناقصان طبيبان ډېر دي
که هر څو پسې گرځم، زه لاپېښ په حاذق نه يم
څو ذکر، څو مذکور کړې تل زما د گمراهيه
انصاف ښه دی زاهده! زه مخلوق يم خالق نه يم
دروغ وعده هم ښه ده، د سړي د زړه اميد شي
يو تش مهر خو وکړه، که د ډک دې لايق نه يم
که وايې، هغه وايه چې د عشق دمحبت دي
که نور څه راته وايې زه خوشال يې شايق نه يم