غزل
د نادان په يارۍ څه لره څوک وياړي
خوشحال خان خټکد نادان په يارۍ څه لره څوک وياړي
هر زمان ښکاره ياري راځنې غواړي
د ياريې هنر هيڅ ور څخه نشته
که پندونه ورته وايم راته ژاړي
هسې مست، بې پروا يار زما په کار دی
چې د خلقو پېغورونه سره نغاړي
د رقيب په بد ويل عاشق داړه شي
لکه سپی په خپلو داړو سړی داړي
ډېر مې وگانډه گرېوان د عشق په کار کې
نور په ما نه شي وهل د گرېوان نماړي
د وصال په وخت امان له رقيبانو
د بهار په موسم ډېر گرځي غوباړي
هر شاعر څخه تازه مضمون د خان دی
د ښه ليندي صدقه خوري دښکار شاړي
دا کلام وايم هغو ته چې په هوش دي
نصيحت ته يې نيولي دواړه گوش دي
په ټکی ټکی جامو کې که لويي ده
د سپلميې ملخی هم الاچه پوش دي
دمردانو دخپل شرم کاروبار دی
نور يې هر څه له خاطره فراموش دي
د زنانو په حساب دي مردان مه شه
چې له زېبه له زينته هم آغوش دي
شړۍ ور پښتون به سل په ډکه يوسي
کشميري چې بغرگ شالونه يې په دوش دي
هوښيارانو څخه ډېره هوښياري ده
په مجلس کې چې سامع نشته خاموش دي
په هغو يې دجهان ښادي پېرزو ده
چې په غم کې دخوشال سره په خروش دي