نظم
د نظام مړينه
خوشحال خان خټکمگر زړه يې د هاتي وي چې زخمي يې
دا شېتۍ چې د خوشال په زړه شوه لکه
څه داغونه ږدې په زړه باندې فلکه
چې نظام دې له ما بېل کړ خوا يې ډکه
خدايه ته خو ستمگر نه يې دا څه کړې
خلقه دې په دا کار کړه هکه پکه
په لحد کې هغه مخ خورې په چينجيو
چې دهيچا پرې پېرزو نه وه ځوانکه
په غمونو کې دې زوړ په دنيا پايي
د زاړه په ارمان ته ومړې کودکه
کشکې ځوان د پښتانه په ننگ کې مړ وای
نه چې گور لره روان شو له تلتکه
چې د قام په ننگ کې ومړ هغه زويه
په عالم کې دخپل پلار غاړه کا لکه
رنگ د اوښکو سره ويوست زما سترگو
نور به نه راشي زما له مردمکه
لاس و دست دې سره درست درهم برهم کړای
درېغه درېغه لاس درنه رسي فلکه
نظام لس مياشتې بيمار زه په شل کروهه
دا شل کروهه راته لا ډېر شول تر لکه
هغه وخت به بېرته نه راشي نظامه
چې به نه وتې د خپل بابا له وکه
که حيا وه که وفا وه که صفا وه
ښايسته ستا په وجود وه هره يکه
اسماعيل غوندې به دی راته تسليم و
که په خلق مې د نظام کښېښوه گز لکه
که د پلار په رضا زوی درومي جنت ته
سکه نظام ورلره ورغی بې شکه
خدای مې نور گلونه جوړ لره په باغ کې
که يو گل ورځنې پرېووت له خونکه
زه به ولې هسې ژاړم يا به نه خورم
که په نه ژړا مې مل شي زړه په جکه
څو ژوندی په دنيا پايم خدای دې نه کا
ستا څېره زما د زړه له تختې حکه
د نظام د غشي يو برابر نه دی
که خوشال په زړه خوړلي ډېر ناوکه