نظم

د نمانځه د سنتونو فصل

خوشحال خان خټک

په نمانځه کې سنتونه واړه شل دي

همگي به واړه زده کا چې عاقل دي

لس قولي دي لس فعلي دي ای هوښياره

يکا يک يې درته وايم ويې شماره

چې قولي دي له اوله استفتاح ده

بيا له پسه په اعوذ ستا فلاح ده

يا له پسه تسميه ده بيا آمين دی

سمع الله په مانځه کې هم ازين دی

چې امام سمع الله ورو ووايي

مقتدي دې ربنا لک ونمايي

نسيحات په رکوع و په سجود کې

تکبيرات په هبوط په صعود کې

فاتحه په آخرين دواړه رکعته

فرض يې مه گڼه په فرض کې بې سنته

د نمانځه فعلي سنت به درته وايم

همگي واړه که ياد کړې تا به ستايم

چې لاسونه کړې په پورته د اُذنين

چې په ځای د سجده جوړ لرې دوه عين

په نامه چې ښی د کيڼ د پاسه کېږدې

بلکې لا يې تر نامه د کښته پرېږدې

عورتين لره بايده دي چې لاسونه

په سينه د پاسه کېږدي زړې جونه

په رکوع چې په زانو لاسونه کېږدې

چې وږه يې غوندې سمه شابه پرېږدې

بيا سجده چې د ورغيو تر منځ وکړې

لاس د گېډې د سينې سره سم نکړې

د ناستي په وخت په کيڼه پښه ناستل کړه

د قبلې په لور د گوتو جارېستل کړه

چې په شپه په ورځ نمونځونه دي فرضونه

همه واړه دي اوولس رکعتونه

دوه په صبح دي، څلور د نمازپښين دي

بيا څلور د نازديگر په وخت تعين دي

درې په شام، څلور په وخت دنمازخفتن دي

همه واړه مې ويلي مبرهن دي