نظم

د اورنگ زېب حال

خوشحال خان خټک

هغه خدای چې بندي کړی دی خوشال

هم هغه به يې خلاصی کا په هر حال

مه منت دخېشکې مېشکې باندې بار شه

نه منت د باقل زي د بقال

نېستي واړه په نصيب د بېگ محمد شوه

بې ننگي واړه په بخره د جلال

نام و ننگ ناموس که دا د افغاني وي

چې ښکاره يې شو په دا دور احوال

اول مور د درست غوري په خره غوولې

بيا د واړو پښتو ژبي په دنبال

دا ناسازې چې په ماشوې که په دوی شوای

دروغجن يم که پرې نه شوای سر و مال

که د سمې که د غره دي يوسفزيه

همگي مزري دي مه يې وه زوال

د خپل ځان صفت به نه کړم چې زه څه يم

لر و بر واړه روباه دي يا شغال

ما د دوی سره د ننگ پالنه ښه زده

که مو عمر سره تېر دی په قتال

د حريف قدر حريف وته ښکاره دی

ښېښه گر په ښيښه گر زده کلال په کلال

قيمتي د قيمتي سره جوړېږي

په يوه مزي پېيل شي دُر و لال

که زما د دوی سند وبله يو شي

څوک د مور زويه لري د مخ مجال

که خوشال خټک وار بياموند په جهان کې

خود به وويني ددې چارې مال

زه له خپله خدايه خوښ له خپله قومه

په عزت دې لرې واړه ذوالجلال

هغه څوک چې د بدۍ د معرکې دي

خجالت ولره بس د خپل افعال

که کفران يې د نعمت په جهان کړی

خود به بيامومي جزا د خپل اعمال

دغه يو خو کالعدم دی په معنی کې

دغه بل د دجال خر دی يا دجال

خجالت لره يې خر وهي په گېډه

کله سالې چارې کاندي غير سال

خر به هيڅکله د آس برابر نه شي

که د آس غوندې پيدا کاسم او يال

مښگېرک خو مښگيرک دی باز به نه شي

که اوږده لري تر بازو پر و بال

د اوړو پيشو خو سازه کړي ميو څوک کا

هوښيارانو ته ښکاره دی دا مثال

خال و خط پرې حبطه ځان د خندا کا

چې بدرنگه ښځه کښېږدي په مخ خال

عقابت هغه چندخ په خوارۍ خوار شي

چې واته کاله دريابه په جبال

حبشي دې نوم په ځان د هلال کښېږدي

په دا تش نامه به هيڅ نه شي هلال

په ړندو سترگو رانجه زېبايي نه کا

نا قابل دی هوس نه کا د قبال

چې لويي غواړې هنر د لويي زده کا

بې زينې دي په محل خاته محال

د سړي لويي په رنگ په پساله نه ده

په همت ده په هنر ده په خصال

نه د خلکو بدنامي نه جام د زرو

نه دخلکو نېکنامي په لاس سفال

په دا هسې رنگه کار به راضي نه شول

که يې فکر اندېښنه وای يو مثقال

که يې زويه لمسی ما وای په کور کړي

د عزت مې به لا هم نه وکسيال

که يو څو گاهه ژوندی وم په دنيا کې

خود به واورم دمدو د بابا حال

که څه حق شته د نېکيې په جهان کې

ناسپاس به گرفتار شي په نکال

زهوزاد به يې ښخېږي بې کفنه

په جهان کې به رسوا گرځي کنگال

واړه هسې چارې کا چې په کار نه دي

چې يې پاڅي زمانه په استيصال

ما په خپله په ځان کړې دي دا چارې

چې مې ورکړ و، نا اهلو دا منال

چې همېش په يوه حال وي هغه خدای دی

په سړيو باندې تل نه وي يوحال

گه په نحس طالع بند شوم عيب نشته

کله کله تندر هم نيسي هلال

څلوېښت کاله مې خوږه کامراني وکړه

څه شو څرخ که مخالف شو يو نيم کال

نه پړکېږي نه فرياد کا نه چيچل کا

هر هوښيار مرغه چې لاندې شي تر جال

و تقدير وته ځان وسپاري يکباره

راضي نه وي په پرخاش او په جنجال

د خدای حکم چارې نه دي بې حکمته

هيڅ ددې خبرې نشته قيل و قال

خپلو وروڼو يوسف واچوه کوهي ته

مشرف شو دی په جاه او په جلال

واړه چارې په قسمت په مشيت شي

باد په لاس د منجم دی د رمال

د هغه چې زړه محکم په توکل دی

نه په خوب باندې نظر کا نه په فال

څه يوازې په ما نه ده که ژوندی وي

اورنگ شاه بادشاه به ډېر کاندي پايمال

ده په لاس د بخت نصر ظلم واخيست

زه دده له لاسه بند لکه دانيال

حق نا حق يې چې څوک راشي په منگول کې

خواروي يې غم يې نه وي د وبال

چې په پلار باندې يې نه ده صرفه کړې

په نور چا يې څه صرفه څه يې اشکال

که رښتيا وايم دا هسې بادشاه نه وي

واړه کار يې د رهزن دی د داړوال

يو په ظلم يو په مکر نور څوک نشته

که حجاج وي که يزيد وي دده سيال

د هغه بادشاه به لمونځ د غاړې طوق شي

چې دی نه لري د عدل اعتدال

نا انصاف شته نه تميز نه نور د عدل

په دربار يې تاريکي ده غول و غال

امرگان يې همگي دده په رنگ دي

هر خېله دخپل کردار کا استعمال

چې په اصل په نسب يې نظر وکړې

لږ په ديو کې اصييل دي ډېر هزال

دگدای له لاسه هم پوچک رانيسي

که په کور کې يې مهران دي په جوال

سيدمير او مير بابا دواړه حاضر دي

که ددې خبرې غواړې استدلال

د کابل صوبه خرابه هغه سگ کړه

دا بل سپی په بنارس کاندي دا چال

په دوران ددې بادشاه هوښيار هغه دی

چې وطن کا په فرنگ په پرنگال

مقرب يې فدايي عبدالقوی دی

چې تل کاندي د بدبې، اشتغال

يوسفيه دگجرات دده قاضي دی

چې دده غوندې به بل نه وي هزال

په دربار کې يې عزت د نور چا نشته

پېشکاران يې دي بد ذات او بد سگال

د نېکيې، حکم ډېر په تامل کا

د بديې، حکم کا په استعجال

اول دی بيا يې دا نور د خدای د پاره

چې په پڅه چاړه واړه کړي حلال

په خوشال باندې خو وار دی دا دی راغی

خدای دې درست جهان ساتي له دې جيپال

په دا هسې حال هم شکر کړی بويه

که سږ کال مې کډه ولاړه تر هنگال

په بل کال مې وېره شي لاړه دې نه شي

په ملکونو تر شوال او تر تورال

پښتانه لره منصب نه دی غضب دی

چې تلاش د اضافو کا لا بې دال

که هزار کاندي پښتون مغول به نه شي

بويه دا چې له زړه وباسي دا خيال

زر پينځه اويا کالونه دهجرت وو

په آغاز د نوي کال شو دا مقال

د هاتي دمزري روغه که څوک غواړي

هيڅ ددې خبرې نشته احتمال

پښتانه لره شړۍ انډېری ښه دي

نه آغوستی د مغول د مجرې شال

ما وې زه به د مغول په نوکرۍ کې

رکيبونه کړم د سرو د سپينو نال

په ناحق يې زنځيرونه را په پښو کړل

واه واه هسې نوازش هسې امال

امرگان مې په دربار کې ډېر نېکخواه دي

په خاطر د سيد مير دي واړه لال

آفرين د مير جمله په زويه باندې

چې نن دی دمير بخشي په استقلال

که هزار تورې چاړې غشي ورېږي

ده زما په سر نيولی دی خپل ډال

که بادشاه که امرا زما د پاره

د هر چا سره دده دی ځواب سوال

بل ميرخان دخليل خان زويه تلاش کا

بل دنېکو نيت ليده شي د کوټوال

چې په نيمه خوله يې کار کېږي دخلکو

دخلاصي مې همېشه کاندي جدال

لا تر اوسه کار موقوف په اراده دی

گوره څه دی لا ددې چارې مال

چې له بخته ياري نه وي په دا څه شي

که جهان دې نېکخواهي کا ماه وسال

د رنځور زحمت د خدای په حکم درومي

په طبيب باندې خو سعيه ده کمال

مخ دې تور د سيد شمس شي دواړه لوريه

چې هرگوره بې بدل دی په ټيټال

د خلاصيې خلل ده گډ کړ په منځ کې

چې يې کړ په ضامنيې کې اهمال

که د بند او د زندان مشکل اسان شي

وار په وار به خدای اسان کا کل اشکال

په څيله پسې گلونه دبهار دي

په اهاړ پسې را درومي پشکال

چې په ژمي ښاخ برې وشي د ونې

په بهار کې يې لا ښه وي پر و بال

لا به کله د خلاصيې زېری وشي

چې ښادي مې شي په اهل په عيال

چې همېش په خوشحاليې اموخته وي

هغه زړونه دې خدای نه لري ملال

انتظار ددې خبرې ډېر عالم کا

ولې خوار خټگ به واړه شي نهال

لا به کله هغه وخت هغه ساعت شي

چې به وينم د يارانو ښه جمال

د هجران محنت به واړه فراموش شي

که ښادي راباندې وشي د وصال

څوک به خاندي څوک ژړا کا څوک به آه کا

په هر ځای چې دا بيان بولي قوال