نظم

د پسرلي ښکلا

خوشحال خان خټک

چې موسم مې د گلونو د گلزار شي

نرم نرم تر شح په مرغزار شي

د هغه له بخته څوک برابري کا

چې په هسې وخت يې سير په گلزار شي

نن زما طلاع له ما سره مدد کا

بخت دې هر کله دا هسې مددگار شي

چې مې ناسته د صورت په هسې ځای ده

چې ثنا يې په لته د هندوبار شي

په دا ځای چې دابدالو نظر وشو

عاقبت به په همه جهان اوڅار شي

په چمن کې يې اوبه درومي روانې

په سبزه باندې نارې د جويبار شي

په خوشال وو هم دا هومره چې ويل شول

نور دعقل حکم نه دی چې تکرار شي

په دا هسې پاکيزه اوبو سلسالو

شمانت يې د کشمير په شا له مار شي

د سړي سترگې روښانې زړه خوشال کا

چې اوبه د فوارو سره تار تار شي

چې له پاسه نه اوبه راځي په کښته

وايي سپينې مرغلرې دې نثار شي

هغه ځای چې د مرمرو فوارې دي

ترغه ځای دی د ارم تماشه ځار شي

ته به وايې د اسمان تنا غورا شوه

چې اوبه ترې را روانې دابشار شي

چې په سر يې د حوضونو کې غوټې لي

د محل په مخ کې ناست د بازو ښکار شي

ته به وايې دنمرود اور لمبې دي

سره لال چې په چمن کې انتشار شي

سه برگه يې عجايب سره وودلي

فرق يې لا د يراقونو تر کنار شي

په اطراف د هر چمن شگفته شوي

د زنبقو د سوسنو هم ديدار شي

په دا باغ کې دگلونو کمی نشته

دهمه واړو دچا په ژبه شمار شي

که سل برگ که بنفشه که ارغوان دي

د هر گل په ننداره خاطر قرار شي

د هغه صانع تر صنعه صدقه شم

چې يې هسې د قدرت په لاس نگار شي

واړه ونې يې اسمان سره سيالي کا

ولې فرق په کې د ولې دچنار شي

په دا باغ کې بېگانه هم کوپار کا

ما وې ونه په چندړ پورې رويدار شي

په هزار رنگه نوا شي د مرغونو

هغه دم چې په چنارو کې چغار شي

د مرغونو دنوا له موجه ښوري

نه له باده ښورېدنه داشجار شي

عمارت يې گچ وهلی په کې کړی

په هر کور کې د جويونو شرهار شي

دوه سو تير سو رهروان دي په کې طرح

دسپين والي يې تېری په سپين چوتار شي

لطافت يې د هوا تر حده تېر دی

په کې روغ به د اتيا کالو بيمار شي

که زاړه په دهکې کېناستی زلمی شوی

په هوا يې زما هسې اعتبار شي

دا مکان به د بهشت سره داخل کې

که رضوان يې له نشاطه خبردار شي

همگي صفت يې تېر دی تر حسابه

له همه و که ويل کوم طومار شي

دابنا د آصف خان له لاسه شوي

اوس په حکم دخورم په کې دا کارشي

زر اته پنوځس کالونه د هجرت وو

دنوروز په دولسم چې دا گفتار شي