نظم
د پسرلي ننداره
خوشحال خان خټکد نوروز منت په باغ دی، په صحرا هم
نوراني يې شي له فيضه هغه، دا هم
چې په باغ کې رنگا رنگ گلونه وا شي
غنيمت ده دگلونو تماشا هم
لخلخې دنوبهار په هر مشام ځي
گلدستې يې څنډوي پير و برنا هم
د گلونو هار په غاړه د دلبرو
شرموي لال وياقوت، لولو، لالا هم
د معشوقو په زلفينو کې ځای و کا
ښايسته گلونه پاس په وربل لا هم
ارغوان، که بنفشه، که شقايق دی
زېبايي لري يو ځای جدا جدا هم
په هر گل باندې ټټر مږي بلبلې
بيا له شوقه په هوا کاندي نوا هم
د هر گل په مخ چې سر کېږدي بلبله
پرې غلطان غلطان راځي باد سبا هم
په گلزار پسې بلبله دل کباب ده
په ارمان يې ځيگر خون دی دمينا هم
څوک په عيش په عشرت کې څوک په غم کې
ځينې څه چارې ليده شي په دنيا هم
د قفس بلبله ژاړي گرياني کا
چې به چېرې په گلگشت والوځو بيا هم
که يې وضعه طور دا دی چې معلوم شو
يومن ريخ يې په مريخ په ثريا هم
په هغو زما سلام ما هم ياد کا
په گلزار کې چې نگار لري صهبا هم
څو بهاره مې بې ميو معشوقه ځي
دا خودرای فلک څه چارې کا په ما هم
ما وې زر به څرخ زما په کام راوخوري
ولې ډېر تعطيل يې وکړ لا يې کا هم
چې و خپلې کامرانۍ وته مې شا کړه
غم اندوه د فلک نه لرم پروا هم
د سفله منت به هيڅ دانا وا نه خلي
چې خبر يې په خصلت شي په عطا هم
دمنت دارو که مرم په کار مې نه دي
که علاج لره مې راشي مسيحا هم
چې پرې کله کله لاس د اهرمن و
د سلېمان په گوتې پيچی کړم خندا هم
د فرښتو امين منت دی په دعا کې
لا جرم ورځنې پټه کړم دعا هم
د جهان غمونه واړه پکې ځای شول
شکر دا چې زړه يې لوی راکړ و ما هم
چې ليدلې دې وفا د هغه يار وي
په دوه سترگو قبلوه دده جفا هم
ښاپېرۍ ، مخ په خوب کې راښکاره کړه
لېونتوب مې ور سره مونده سودا هم
چې په هسې مخ مې کسي برابر شول
زه به نور په بل مخ نه کړم سترگې وا هم
مړېدل به يې بې هسې مخه نه و
په جهان کې وږې سترگې دي زما هم
که خوشال د يار وصال په دنيا مومي
تمامي دنيا ترې ځار شه مافيها هم