نظم

د رڼا څاڅکی

عبدالباري جهاني

د خداى له ښكلو هنرمندو ګوتو

د تيارې غېږ ته رڼا وڅڅېده

د توري شپې پر كرغېړنه لمن

د عرش د ستوري ښكلا وځلېده

نور د شيطان لښكر يې وتوراوه

د فرشتو صفونه وخوځېده

څو ماښامونه د ابليس پر ګوتو

د رسوا شمعي لمبه وسوځېده

د بد رنګيو د دېوانو پر ښار

د شاپېرۍ پلوشه وغوړېده

د غم په خونه كي نغمه نغمه سوه

اوښكه له نيمي لاري وګرځېده

د چا رنځوري شپې يې وپوښتلې

پر هېرو شونډو مستي ومسېده

خداى ته په كار سوله د حسن ځولۍ

د فرشتو له كوره تللې غوټۍ

د آدم لور او د حوا ناوكۍ

د جنتونو راوتلې شهۍ

نوري دي نه ږدي پر اغزنه مځكه

له نوره جوړي سپيني سپيني پاپۍ

بس يوه شپه توره تياره خپره سوه

د عزراييل لاسونه وښورېده

د خداى له ګوتو څڅېدلې رڼا

په تور توپان كي يو ځل وځلېده

ولي تياره سوه شمع څه سوه څه سوه

له ښار او كلي چيغه وپاڅېده

له هر آوازه يې راځي دا وينا

وايي ژوندۍ دي وي تياره پر دنيا

دا د شيطان په قواله ده ځمكه

دا د دېوانو ميراثه له پخوا

دې د ابليس په كور كي نه چليږي

د خداى له ګوتو څڅېدلې رڼا