غزل

د سبا نسيمه رايشه گلشن ته

خوشحال خان خټک

د سبا نسيمه رايشه گلشن ته

د گلونو انتظار دی شگفتن ته

زاهد څه خبر له عشقه چې عشق څه دی

د گلزار له حاله څه وايې زغن ته

زاهدان چې په پنځه وخته سجود کا

زه دايم په سجده پروت يم وولن ته

د ليدو په ننداره يې نه مړېږم

که هر څو په ځير ځير گورم و ديدن ته

ته خوبا د شقايق په زړه کې داغ ږدې!

چې په شين شين درومې وچمن ته

قهر، مهر دې د وروځيو په من وينم

د جبين تخته دې ايښې و لوستن ته

کله جنگ و خرخشې کړې، کله مهر

زه په زړه ساده حيران شم هومره فن ته

که زما په مرگ دې زړه دی دايم زه هم

ستا جفا جور نژدې کړم و مردن ته

اوس دې اور راباندې بل کړ، پستنه شه

چې لوگی دې ننه نه وځي پېرهن ته

که تل ستا له لاسه توره د ستم وي

ما خوشال قبوله کړې و گردن ته