نظم
د صحت خبرې
خوشحال خان خټکد حکمت ويل په وايم مختصر
په معنی کې قيمتي لکه گوهر
په هفته کې صحبت يو ځله بايده دی
که هر څو ورباندې عشق وي زورور
د صحبت په کار کې ډېر فکر بايده دی
څورب آس شي په يوه گوزار ډنگر
دا د ملا اوبه يې واړه دُر گوهر دي
که سړی يې شي له قدر نه خبر
دُر کوهر به هغه څوک لوني بې ځايه
چې په پوهه کې ابله وي گيدی خر
په ډېر رنگه دخول کېږي بهتر دا دی
چې تر تاوي ښځه لاندې ته زير
چې دې عمر تر پنځوسو کالو تېر شي
په دخول کې ډېر ياوه مه کړه ذکر
که قوت زياتوې تل خوره شوده پۍ
چې تر دا نه دارو نشته معتبر
په مړه گېډه صحبت په شومه مه کړه
پس له خوبه يې پرې جوړ کا په سحر
چې حاجت د غسل وشي زر و لامبه
پس له غسله لږ څه وخوره گرم تر
د شهوت چې ضعيفي لرې کوينه
په بادام او په پسته طايفي څر
دا څلور توکه نفاخ او مبهي دي
يو چڼه، لوبيا، گازره بل ټېپر
که د غره د مږه په تريخي ځان ککړ کړې
د جماع لذت به بيا مومې بېشتر
د زړې ښځې صحبت دی لکه زهر
هر سړی دې ځنې وکاندي حذر
د هغې ښځې صحبت لکه دارو دی
چې يې لور نه وي زوولې نه پسر
که دې لاس په بکره بر شي پرې يې مه ږده
که دې ځای شي په هغه جهان سفر
د مخ رنگ تازه کوي صحبت د بکرې
ورکوي سستي د تن درد د کمر
تر زعفرانو تر عنبرو لري ډېره
په خوراک او په بخور نفع اگر
زعفران خوره که زړه تازه گي غواړې
ولې لا تر زعفرانو ښه عنبر
په تودو اوبو چې اوړی ژمی لامبې
په دا کار کې تندرستي ده د بشر
مستکي مستکي خوره درته يې وايم
چې خوراک يې په مثال دی لکه زر
که د غره د بزو په تريخي يې علاج کړې
رنځوري به دې پرې نږدي د بصر
که توبری له زخمه نه خېژي خرچنگ دی
باندې وتړه هاله به شي بدر
که اوبه د پيازو شهدو سره وخورې
د فاسدو وينو نه پرېږدي آثر
په خوراک د ياسمين درومي څو رنځه
ترسېری، لقوه، فالج هم درد سر
ناست و نماست دې د سړي په اعتدال وي
په ساړه په غارمه نه بويه سفر
په هغه کلي کې خونه مېشته مه کړه
چې درياب يې په جنوب په شمال غر
په څلور فصله کې ښه فصل بهار دی
تابستان سړی کم خور کاندي لاغر
ډېر زحمت په وخت د مني پيدا کېږي
لکه سل، تبه، قولنج، بلا بتر
رنځ زحمت د زمستان په فصل لږ وي
د ساړه نه ځان ساته په اور په نمر
چې په شپه له خوبه ويښ شې اوبه مه څښه
په نهاره هم اوبه لري ضرر
د چندڼ مښل خوراک واړه بهتر دي
په بدن که يې محرور مږي بهتر
خدای دې ټوخی د سيارې د چا ونه کا
او که نه ورته دارو دي شير خر
د مولۍ يې پاڼې ښې دي بېخ يې بد دی
مگر رېگ دمثانې ته دې په چر
دموليې په خوراک کې دي دوه گټې
بد هضمي رېگ مثانه کاندي بدر
چې د مېښې ماسته خورې زحمت به مومې
تر خواږه يې لا تروه گڼه بتر
که ماسته پۍ خورې خو د بزو خوره
هم هغه چې يې چکه کړې شېرين تر
که د غوا د بزو شلومبې خورې زيان يې نشته
اشتها د سړي زياته کا په خور
که يې څښې شودې پۍ خو د وزو څښه
که غوړي خورې نو غوړي خوره د بقر
د تمځري د حلوان غوښې اعلی دي
لا ترې څورب مرغی ښه دی د کوتر
که د پيازو په خوړو شهوت زياتېږي
ولې ډېر خواړه يې زيان دی د بصر
که هزار رنگه طعام دی په جهان کې
تر ډوډۍ نه بل طعام نشته بهتر
که يخني او ډوډۍ مومې بل څه مه خوره
چې بهتر نه دي تر دا شير و شکر
کله کله هوږه خوره چې سود يې ډېر دی
په سفر به يې همېش خوري دانشور
څو ترشي په جهان شته واړه زحمت دی
د صفرا علاج په دې شي مقرر
که يې مومې اوړی ژمی گبينه خوره
خو په سود يې خبر مکړه خپل پدر
خوږ او تريو انار همه واړه دارو دي
فوايد د خواږه لا دي افزون تر
په سابو کې د سووې سابه مفيد دي
ولې بويه چې محرور يې خوري کمتر
که اوبه وي د باران يا د چينې
د کوهي اوبه ضرر دی د بشر
ښې سړې خوږې اوبه د سړي ځان دی
ولې تود طعام سړې اوبه ضرر
چې تودې اوبه څوک څښي غارمه وهلی
پرې نقصان د اشتها شي رنگ اصفر
تود کچړی د غوا غوړي په وخت د ژمي
تر حلوا تر سلوا زيات لري هنر
د صحرا وېلنی خوره پرې به ورکېږي
که دنس موړه لرې وکړه باور
د باغي وېلنې سود دخوراک ډېر دی
په وجود کې د باد نه پرېږدي اثر
په خوراک توره بنگره زاړه زلمي کا
که خوراک يې څوک يو کال کا مقرر
لېوني کلاب داړلي لره ښه دی
که پرهار کا دهلک په بولو تر
که د نغن سره يې خورې خټکی ښه دی
په نهاره يې خوړل دي تنها شر
حرارت لره کاسني چې خدای پيدا کړه
نور دارو په خوله ياد مه کړه خشک و تر
وريتۀ کړي بنگ هم ورک کاندي نس خوږی
ور سره شربت نبات بويه شکر
د تازه پنير خوړل سړی فربه کا
ولې بويه چې دانا يې خوري کمتر
په کماله ځوانۍ فصد د قيفال بويه
گوناگون زحمت ورکېږي په دا چر
څو چې ډېر طلبگار نه شې طعام مه خوره
هر زمان په شخوند کې مه شه لکه ستور
د طبيب دارو هاله خوره چې حاذق وي
دناقص طبيب دارو لري خطر
خوشبويي څو لگوې هومره فايده ده
تندرستي ده، هم سنت د پيغمبر
د صفرا زحمت به درومي د هغه نه
چې ښه حسن وته کاندي تل نظر
د بلغم زحمت به درومي له هغه نه
چې غشيان په هره مياشت کا مقرر