غزل
د ساقي د التفات چې بېرته شوې ميخانه ده
امیر حمزه شینوارید ساقي د التفات چې بېرته شوې ميخانه ده
د فطرت په خوله مې ځکه داسې ځوانه ترانه ده
لږ و هوش ته خبر ورکړه چې ځان بچ کړي له تنيدکه
گوره دلته په هر گام کې صراحي او پيمانه ده
د ډيوې وروستۍ سلگۍ مې د بڼو ځمبار راويښ کړ
زما ستړيه انتظاره اوس دې جوړه بهانه ده
د زړو سترگو ليدل وو چې مې ځوانې اوښکې راغلې
معلومېږي چې د مينې لا نيمگړې افسانه ده
هغه لومه ستا د زلفو چې پخوا به وه دا نه ده
هغه داغ د زړه مارغه ته اول خال و اوس دانه ده
اوس لېمه زمونږ د دواړو چې شي مخ نه ښکته کېږي
غيريت دی که تکميل ته رسېدلې يارانه ده
په تقدير او په تدبير کې د خادم او مالک فرق دی
سلسله د گورو زلفو مزينه په شانه ده
زما زړه هم هغه زړه دی خو اشنا چې تا قبول کړ
هم هغه چاوده کنجکه اوس چې گورې دُردانه ده
حقيقت ته د وجود يې يو لباس دی ور اغوستی
دا دنيا چې درته ښکاري د چا خپله افسانه ده
زه او يار چې سره بېل يو که مې کور وي خو صحرا وي
زه او يار چې سره کښېنو که صحرا وي خو خانه ده
که ته هغه شې چې ته يې، ته هغه نه شې چې نه يې
نه وختونه غلچکي دي، نه شو کماره زمانه ده
ستا غرض پرده کول وو له مېنو، په محفل کې
مرور شولې له مانه څنگه ښکلې بهانه ده
نه زغملی دې فراق شي شمع رويه نه درتلی شي
ستا حمزه څنگه حمزه دی بې وزرو پروانه ده