نظم
د سرای د ملک تعريف
خوشحال خان خټککه د سرای مځکه سنگزار ده
وخوشال وته فرخار ده
دا بهار لکه د سرای دی
هسې کله دبل ځای دی
حسن خېزې دي داخاورې
مهر آمېزې دي داخاورې
ملک يې کان د ملاحت دی
په کې نغښتی برکت دی
تر حمله ترميزانه
کشت يې شي په درې بارانه
که يې نشته سپينې وريژې
په کې شته د مالگو تيژې
ساکنان يې جان گداز دي
اړ په سر نه دي سر باز دي
بز يې جنگ کاندي له گرگه
په شهند يې ورځې چرگه
ابدالان په کې مېشته دي
واصلان په کې پراته دي
شېخ رحمکار په کې پيدا دی
د ما پلار په کې پيدا دی
شېخ رحمکار دی په کې ايښی
د ما پلار دی په کې ايښی
خاکپای د شېخ رحمکار شم
دخپل پلار تر تربت ځار شم
دا شرف دده بسيار دی
چې په کې د شېخ مزار دی
چې پکې د شېخ ياران دي
هغه غرونه گلستان دي
چې مې ورور په کې طاعت کا
هغه غر دې خدای جنت کا
خدای دې غم ورځنې يوسي
خوش خرم دې په کې اوسي
چې د ورور مې پرې مقام دی
په غر، غر دما سلام دی
که ورېرې که مې ورېرونه
که زما د ورور کورونه
په همه وو مې سلام دی
يو سلام د زړه تمام دی