غزل

دا سړی خو په ادب سره سړی دی

خوشحال خان خټک

دا سړی خو په ادب سره سړی دی

چې ادب ور سره نه وي نور څاروی دی

چې وفا ور څخه نه وي سړی نه شو

تر هغه نه په وفا کې بهتر سپی دی

عادلان مې د جنت دگلزار گل دي

ستمگر مې د دوزخ د اور لرگی دی

سپی چې چا سره اشنا شي، څه پرې وخوري

و هغه ته يې ټم نه وي څو ژوندی دی

د انصاف دڅښتن غم د دوزخ نشته

دا انصاف مې تر طاعته لا پرخی دی

په ښه خوی د سړي قدر و قيمت کېږي

بد خصلت سړی يا دېو دی يا پېری دی

چې يې علم و هنر نه وي ځنې تښته

بې هنر سړی که وگورې لا شي دی

چې په پند، په نصيحت دې بندي نه شو

تور زنځير ورلره بويه! که مزری دی

په روا په ناروا دملحد څه وي

په مذهب د ملحدانو کوکری، وری دی

د راحت په وخت ديار تجربه نه شي

چې محنت درسره واخلي يار دې دی دی

هر زاهد چې زهد واخلي بې مرشده

د خوشال خټک په پوهه تش ملخی دی