نظم
د شاه په نوم د خسرو خط
عبدالحمید مومندخوش نويس ددې رقم په قلم خط که
په ورق باندې يې خط په دا نمط که
چې خسرو د شاه په لور نامه ارسال کړه
د زړه څله يې ورپورې پروبال کړه
آراسته په نهايت و دخوبۍ
په کمال د خط آيت و د خوبۍ
يو خط ښکلی و په حسن په جمال کې
د رخسار زېبا يې راوړه په خط خال کې
سفيدۍ کې يې سياهي وه لاندې باندې
گويا زلفې په سپين مخ وې آوېزاندې
که يې خط د سرنامې که د مضمون و
د ښادۍ له فيضه پُر درون بېرون و
هر يو خط يې عين خط د آزادۍ و
ځانه ځان گويا په زېري د ښادۍ و
چې يې کښلې په بلبل د شاه ميمون وه
د الفت هغه نامه په دا مضمون وه
برخوردار شاه شاهان ماه تابان
له خوبۍ در افشان په ښه زبان
له ښه خويه په هر ښهر شهره نمره
بهره ور د نېکويۍ جلوه گره
د وانۍ د خزانې دُر ناياب
د شاهۍ د روضې گل سېراب
هغه مه چې مې قبله جانب دده دی
که مې روح دی که مې زړه طالب دده دی
په ليده دې را روان ددې مکتوب شي
بيا دې بياموند ورک يوسف دې د يعقوب شي
نشم نور د حدايۍ بار څکولی
غوندی نه شي د وېښته په تار څلولی
نور دې غم د آفتراق څښولی نه شم
کشمکش د اشتياق زغملی نه شم
هېڅ قوت راکې د صبر پاتې نه شه
فرق په ميان زما، د قبر پاتې نه شه
چې بنياد د زندگۍ ايښې په باد دی
د حباب په زندگۍ څه اعتماد دی
بيا په ساه باندې زما غوندې فرتوت
تش گوگل يم لکه جال د عنکبوت
زر دی دا چې به زه ځمه له دې سرايه
څو لا نه يم تللی راشه دلربايه
څو ته تللی يې له سترگو مې نور لاړ دی
په غيبت مې ستا له دله حضور لاړ دی
راشه کسي شه زما د ړندو سترگو
اوښکې وچې کړه زما دلوندو سترگو
شوه مې ورځ دعمر شپه، رايشه جانه
بې له تا يمه خفه، رايشه جانه
تخت و تاج مې دې پراته دواړه بې نوره
د آرام کشور مې ډک شه له فتوره
شاه چې ولوسته نامه دشاه تمام
هغه دم يې د تلو چار کړه سر انجام
له دريابه هغه شاه د دروېشان
مخ و ښهر ته روان شه در افشان
د يوسف په شکل شان له رود نيله
جلوه گر په لور د مصر شه بې ډيله
استقبال لره يې ښهر تمام وووت
په تمام زېب و زېنت په هنگام ووت
رنگا رنگ جامې اغوستې سره ښکليو
هر قدم به يې ناته زړه د نتليو
د يوه نمري وو هسې شان گلگون
گڼه کړی و هغه ساعت يې خون
بل اغوستې سرې جامې، زه په غمزه کې
لکه څانگې د سرو گلو په سبزه کې
چا غونچې غوندې اغوستې سره وشنه
شرمېده به ځنې زر که په يانه
ځينو سپين سرو پای اغوستی ځينو شين
چا ابرق که نوراني، چا آتشين
دا همه واړه خوبان له شوقه ښوري
منتظر د شاه په لور دي لارې گوري
ناگهان چتر د شاه شه راپيدا
له فلکه لکه ماه شه راپېدا
واړه لاس په نامه ودرېده صف صف شه
د اقبال په استقبال يې مشرف شه
هسې حال هغه ساعت ښکاره په ديد شه
چې به تا ويل بې شکه گڼه عيد شه
شاه چې شمع په مجلس کې دخسرو شه
پژمرده عيش و طرب د خسرو نوشه
که له زړه سره څوک وکاندي فکرت ښه
تر هغه ساعته نشته بل ساعت ښه
چې هجران بېل کړی يار په خوا کې ورشي
درد و غم يې په وصال له زړه بدر شي
چې په نور يې کړې دمخ سترگې رڼې
دجهان خوښي همه خپله گڼې
چې يې کښېنوې په خونه د لېمو کې
له هوسه نه ځاېېږي په جامو کې
په نسيم يې دنفس لکه گل وا شي
په خندا شي له غمونو بې پروا شي
چې يې واړوي وځان ته په خبرو
درست يې ډوب کاندي په شهدو په شکرو
هسې رنگه يې په دا دُردانه غوږ شي
نه دې غوږ د چا په غږ شي نه دې غوږ شي
ددې چارې لايقت نه لري هر څوک
ددې بخت موافقت نه لري هر څوک
په يوه نيم بختور باندې داداد شي
چې په وصل د بېل شوي اشنا ښاد شي
د يعقوب (ع) په تمنا دې وه څښتنه
د مجنون په واوېلا دې وه څښته
په آرزو د زليخا دې وه ای خدايه
د يوسف په استغنا دې وه ای خدايه
د شېرينې په ميعا د دې وه ای ربه
د فرياد په آه فرياد دی ده ای ربه
چې حميد ديار په وصل مشرف کړه
د فراق غم يې له دله بر طرف کړه