نظم

د شاه صحت يابي

عبدالحمید مومند

چې صحيح په صورت روغ شاه تمکين شه

د صحت کشور يې لاندې ترنگين شه

لکه دُر يگانه هسې پيدا شه

جلوه گاه يې د جمال هغه دريا شه

چې وښکار ته ډېره مينه دلربای کړه

يو څو ورځې يې ډېره په هغه ځای کړه

په نزدې د هغه ښهر شور انگېزه

په جنبش له هره موجه گوهر رېزه

هغه غر و چې گدا و وطن کړی

پکې پروت و د رقيب له لاسه ستړی

چې له غمه د هجران و وچ کلک شوی

وله غره سره گويا کې يو کک شوی

چې د شوقه به د وصل ناقرار شه

زر به پاس په بلندۍ د کوهسار شه

قصر بام به يې د شاه له ورايه کوت

په سېلاب د خپلو اوښکو کې و پروت

له همته به يې بيا کړې اوښکې وچې

چې دا څه بلا شوه څه کوې ای غوچې

له نزدې نشې ورتلی د چا له توره

قصر بام يې په ادب له ورايه گوره

که دې نشي و کعبې ته رسېده

ځنې نه دي جار وېسته د مخ بايده

چې به لا ورباندې شوق غلبه شه

دامنگير به د نسيم په دا جذبه شه

چې دخدای دپاره ای هُد هُد قدمه

له کرمه کار کشای مسيحا دمه

چې گذر دې شي زما په سرو (ې) ناز نن

ورته عرض کړه دا زما عجز و نياز نن

د در خاورې يې زما د پاره ښکل کړه

په ډېرو مښو سره خپل صورت څول څول کړه

ښه يې وکه دسگانو چپړوسي

هم د در د پاسبانانو پابوسي

په ړو يې سلام ورسوه

او په سپو يې هم پيغام ورسوه

خس وخار ديار د لارې پاکيزه کړه

د کوڅې گرد و غبار يې پاکيزه کړه

تر هغه پورې به زه څو ته را ردومې

عذابېږم دم په دم دمرگ په شومې

چې به ورسېده باد له هغه لوريه

په ادب به ورته يې دا ويل کور خوريه

راشه هر کله اې باده مشې ستړی

چې دې گرد ديار له دره دی راوړی

دغه گرد واړه زما په تندي توی کړه

معطر زما دماغ په دغه بوی کړه

چې لرې څه خس و خسار له هغه دره

وله ټول زما په سترگو کې سروره

جگې جگې که بدي نه کوي ښه کړي

به روښان په دا رنجو زما لېمه کړي

هره ورځ به يې دا کار د غره په سر و

قصر و بام به يې دشاه مدنظر و

يوه ورځ يې د درياب په غاړه لکې

خېمې وليدې په مثل داوږمکې

هره ستن يې هسې شان وه په نظر کې

لکه قد د نوې مياشتې په ميزر کې

مښو يې سر له بلندۍ په اسمان پورې

د فلک اطلسې نورې وې که گورې

چې راښکلی پرې د پاسه سايه بان و

په سپوږمۍ سايه گستر لکه اسمان و

په خېمو کې خوشنمايه يوخرگاه وه

له خوبۍ لکه د ستوريو په ميان ماه وه

چې يې ده متصور ساز طراز که

دا آواز يې په سړه سوز و گداز که

وې (يې) وپوهېدم دا خرگاه د شاه دی

واقعي مشرق مغرب زما دماه دی

دا خرگاه نه ده د څوارلسمې مياشت وه

راختلې د جهان په خاطر داشت وه

پس له دې د غره له سره په هوس

د درياب په غاړه راغی لکه خس

لکه نی په نيستان کې پسته ملا شه

په آرزو د شکر لب په واوېلا شه

هر ساعت ورته خپل ځان پروت ورژلی

چې له خولې يې آه فرياد ته ويره ژلی

له گدا سره فلک يو ورځې يار شه

مينه دار د شاه خاطر دباز (د) ښکار شه

يو ښه باز يې په لاس واخست کورا روی

لکه کښېني باز په شاخ باندې د سروې

نوې ښه باز دی ذاتي مړنی چوز دی

نور يې هېڅ نشته کمی خونو آموز دی

ټوله ترهه يې له زړه نه وه وتلې

وې يې سترگې له مستۍ بېرته ختلې

په آواز د اس دسوم هسې اوتر شي

چې له کله ښکاره هسک دده نظر شي

که مې نن ورځې له لاسه په هوا شي

نه گڼم چې دوباره لاس لره راشي

بويه دا چې له هجومه ځان کنار کړم

که روزي دې يکتنها څه خوبه ښکار کړم

په سبب ددې وينا ځنې سپاه

بېرته وگرځېده لاړ په سر د راه

شهزاده لکه آفتاب هسې تنها لاړ

لکه دُر هسې په لوري د دريا لاړ

چې گذر يې د گدا په مستقر شه

په خاطر کې يې دا فکر لر و بر شه

که خسرو د تخت له سره په مرگ پاڅي

نور به څوک د بادشاهۍ په مسند ناڅي

په هغه نفس گدا و کېښ ناگاه

آه فرياد له سوي زړه، وې شاه شاه

وې دا يو عجب حال عجب مقال دی

بادشاهۍ لره زما فرخنده فال دی

زه به څه وايم چې زه به شم بادشاه

هاتفي راته پخپله ووې شاه

شاه وې ای چې ته له غيب شاه شاه وايې

هغه شاه زه يم ته څه غواړې څه نمايې

دا آواز چې د گدا په غوږو کښېووت

زر راواوړېده خسته په پښو يې پرېووت

نيم بسمل غوندې تر تېغه ځارېده

پروانه تر اور بې درېغه ځارېده

د اس نعل يې محراب د خپل سجود کړ

په ډېرو مښو يې خپل وچولی کبود کړ

لکه سپی هسې زغاښت د اس په پښو کې

کړې يې پښې له ځارېدو په بل وښو کې

ښکلول به يې سومونه په ادب

کله عين خواږه لب د شکر لب

هره پښه به يې نيوه هسې په خوا کې

لکه ستنې د مکې په تمنا کې

په رکاب پورې يې هسې د اس ونښت

تابه وې په کاه ربا پورې خس ونښت

چې له نقش به دنعل بوسه گير شه

په دعا به ورگويا په دا تقرير شه

ربه ورک له مخه مه کړې د جهان

داهلال فرخنده شان والا نشان

چې رکاب به يې کړ ښکل د زړه په څله

داوينا به يې په خوله راغله څو ځله

تر صبا به ونه رسېږمه که نن شوی

چې حلقه مې د ستا طوق دگردن شوی

گاه گهې به لکه صيد هسې لرزان

په فتراک پورې د شاه شه آوېزان

دغه پسه په رسم د داد خواه

په زارۍ سره جلب ونيو د شاه

وې ورسېږه شاهه په داد زما

جگې جگې را عطا کړه مراد زما

نور مې مه سېزه په اور د بې دادۍ

ډېر مې وپېڅه ستم د نامرادۍ

نشته نور راکې طاقت دصبورۍ

پرېستم له لاده باده مهجورۍ

بېلتانه راپورې هېڅ پرېښي نه دي

د لمدو خټو دارو لږې اوبه دي

يا مې دا گړۍ له خپله لاسه مړ کړه

يا زما د بېلتانه له غمه ژغړ کړه

يا په مهر سره ما ځان ته قريب کړه

يا مې ووژنه، خوايخه د رقيب کړه

دا کوم رنگ د آشنايۍ دی نگاره

چې ته خپل عيش و طرب کړې زه افگاره

زه بې تا په مرگ حال په ځنکدن

ته له نورو سره ناست په انجمن

زه د ستا له غمه مرمه روح په شونډو

ته تېزې دهوس اس په منډو منډو

زه بې تا څښم د زړه وينې په وی وی

ته له نورو سره ناست يې په ميونی

څو به ته جان جانان اوسې د نورو

زه به مرم ته به حيوان اوسې د نورو

څو به زه اوسم افگار په تورو سترگو

ته به اوسې روښنايي د تورو سترگو

څو به زه مږم لاسونه دحسرت

په ديدن به دې نور خلق که عشرت

نور دې نه شمه زغملی ناکردې

ځکه ووتم د شرمه له پردې

ډېر مې وکړ ستا د غم په بلا صْبر

صد رحمت شه زما په صبر ستا دجبر

په دنيا کې چې د چا سره ياري ده

ځنې پاتې د ښو بدو يادگاري ده

نه به ته يې، نه ستا حسن په دنيا تل

نه به زه يم، نه ستا غم بلا جفا تل

له مجنونه له ليلی په دا دنيا کې

پاتې شوی دی تش اسم په وينا کې

نه پرتو ددې د حسن د آفتاب شته

نه دده د فريادونو تب و تاب شته

که مسند دمصر شته چې يوسف نشته

بې افسوسه په کې بل تصرف نشته

په چمن کې چې فرياد کاندي بلبل

وايي دا چې چرته لاړ د ورد گل

گوره حال ته البته د تېرو گلو

گل وفا مهر نظر کړه په بلبلو

ډېر گلونه له دې باغه ستا په طور

لاړه وواته په نيمه خوا بالفور

ښايسته بوټی د دوی پاتې بربنډ شو

بلبلان ورځنې لاړه زاغان پنډ شو

شهزاده چې له دې جامه باده نوش شه

له شفقته يې د مهر دېگ په جوش شه

وې مه وايه له دې بابه راته نور

ويلې موم دوباره مه سېځه په اور

چې جهان يې که پيدا په هغه رب ږو

د هغه حاکم په قهر په غضب ږو

چې حاکم د بادشاهۍ په تاج و تخت شم

په مژده دې دښادۍ او يا د دبخت شم

هغه دم به دې له ځان سره همدم کړم

دا غمونه به دې ټول له زړه برهم کړم

په هر داغ به دې د هجر مرهم کېږدم

مکړه خدای چې پکې کسر د غم پرېږدم

د هر غم به دې په مهر غمخواري کړم

په راحت به دې بدله دا خواري کړم

که په ورځ يم که په شپه بې تابه نه يم

که تازه يم که خفه بې تابه نه يم

غرض دا چې د ستا زړه په څه خوښېږي

هم هغه څه به له مانه در رسېږي

هسې رنگ به دې حاصل کړم د زړه کام

چې دې واخلم له رقيبه انتقام

هسې شان به موافق شم درسره

چې وچوي دمخالف په کې زهره

که دې نه شي تسلي د زړه په دې

واخله مهر مؤيد ددې وعدې

چې د چا قول قرار مهر زده شي

د انکار له چون چرا ووځي سيده شي

چې يې مهر ورته وسپاره دی ولاړ شه

دل و دين يې واړه يوړه ځنې لاړ شه

چې گدا د شاه له لاسه نگين بياموند

ځلبلاند خاطر يې څه خو تسکين بياموند

منغم په دا نغمه شه د ښادۍ

اميدوار د درد وغم په آزادۍ

د هر چا چې دا حاتم په لاس کې کښېووت

حکومت يې دعالم په لاس کې کښېووت

چې حلقه يې په مثال حلقه د جيم ده

دايره يې د نگين سترگه دميم ده

دا په دا که دلالت چې مې جم بياموند

په عالم مې حکومت مسلم بياموند

څو گدا په لاس کې دا نگين خاتم در

گويا جام يې د جمشيد خاتم د جم در

گدايۍ د محبت سلطاني ورکړه

د فراق بېنوايۍ کامراني ورکړه