نظم

د شينډنډ فتح

عبدالباري جهاني

زېرى راغى د اغيارو لښكر مات سو

پر چمن مي د زاغانو ګذر مات سو

نور يې زما پر ګلزارونو سيورى نسته

د ابليس د وزرونو شهپر مات سو

په شنه ډنډ كي سوې د زهرو اوبه وچي

د غماز لاس كي لوېدلى كوثر مات سو

خوله دي جار سمه رويباره راته وايه

د رقيب په لړمانه كي خنجر مات سو

د خيالونو پر مزار مي جنډې ناڅي

د غليم په جنازو مي محشر مات سو

نن به زما له مستۍ ځان ساتې آسمانه

د جانان پر مخ د بدو نظر مات سو

نور د چا له سترګو نه ډارم فلكه

په لېمو كي يې د قهر نشتر مات سو

ساقي نن مي ميخانه په اجاره ده

د واعظ د تودو چيغو اثر مات سو

چي په شپو پسي يې شپې راته كرلې

د زمان د تورتمونو منتر مات سو

اوس نوبت د جهاني د پايكوبۍ دى

د رقيب په نوم ليكلى ساغر مات سو