غزل

د شوم سړي له کوره که اوبه وي د حيات

خوشحال خان خټک

د شوم سړي له کوره که اوبه وي د حيات

په ما باندې لگېږي لکه زهر د ممات

موسی څخه هيڅ نه وو، ور څخه يوه عصا وه

قارون څخه دنيا وه، خود يې وليدل آفات

هر چا څخه چې مال وي، وبال هم ورسره مل وي

دانا به هسې کار کا چې يې نه وي وبال زيات

د گل د عمر کار، د دنيا مال، د سفله مهر

دا درې څلور کارونه بې بقا دي، بې ثبات

چې شرم ننگ يې نه وي نه هنر لري نه پوهه

په مال يې نظر مه کړه، مه په حسن، مه په ذات

دانا په ځيگرخون کې د نادان خوښي افزونه

عالم واړه حيران دی په دا هسې واقعات

چې تل به پرې ښادي وي غم به نه ورځي په عمر

هېچا راوړی نه دی په دنيا کې دا برات

عادت د فلک دادی هم دې ښاد هم دې غمجن کا

که هر څو ښه صفا وي، بيا زنگ ونيسي مرآت

خوشاله څه اندوه کړې خوښ په دا اوسه خوښي کړه

چې بې ماله غني يې نه دې حج نه دې زکات