نظم

د عشق فضيلت

عبدالحمید مومند

په اول چې نا پيدا عشق پرستي وه

په پرده کې د نېستۍ پرته هستي وه

په يوه نغمه يې زړه هسې عشق خوش کړ

چې بساط يې د جهان ورته پېشکش کړ

په ميدان يې ورته توی گنج مخفي کړ

و عالم ته يې په غوږ دُر وصفي کړ

آب و تاب چې يې دعشق پورته فايق شه

له هغه پيدا معشوق، له ده عاشق شه

ځای په ځای ناز و نياز کړه سره جمع

نار ونور گل و بلبل پروانه شمع

په ليلی کې يې کوشش د مجنون کېښو

په مجنون کې يې پوشش د مفتون کېښو

زليخا يې د يوسف په تمنا کړه

د يوسف يې ورته شا په استغنا کړه

خوا په خوا يې شا په شا عذر وامق کړ

مخالف شاه وگدايې موافق کړ

دا دنيا ده خدای له عشقه پيدا کړې

دې چمن په دې نسيم دي پردې سپړې

که نغمه نه وی د مينې غږېدلې

چا به وې د غم ښادۍ وير وبدلې

گرمايي د محبت په خاص وعام کې

هسې شان ده لکه مالگه په طعام کې

بلکې ساه ده په قالب کې د هر ژوي

چې بې مينې ژوي، ستور په څېر دې ژوي

محبت که بَله لمبه ده

تاب و تپ يې پرده پوش لکه پومبه ده

په ظاهر که محبت سوزنده اور دی

دغه اور يې د تمام جهان انځور دی

ويراني د عاشقۍ وداني ده

حيراني په دغه کار کې کار داني ده

خرابي نه لري گنج په خرابه کې

بې تابي نه لري تاب په صحابه کې

دلگيري نه لري جشن د ښادۍ!

اسيري نه لري سر د آزادۍ

که څوک ښه فکر تمييز مذاق پيدا کا

دا په مينه کې ژړا خوند دخندا کا

هر شکست د عاشقۍ مايه د ساخت دی

وابسته يې تخت وبخت په تاخت و باخت دی

چې ورپېښ د محبت لری بری شي

واقعي مزری گيدړ، گيدړ مزری شي

عشق عجب غريب پرور، غريب نواز دی

د بې کسو بېچاره وو چاره ساز دی

حقيقي که مجازي وي په تقدير کې

محبت پير دستگير دی په تاثير کې

که په مينه د يوسف نه وای لېږدلې

بازغه به خدای ته نه وه رسېدلې

چې رښتينی محبت د چا رهبر شي!

په عنقا باندې يې لاس دنيوو بر شي!

مقدم چې يې په مينه کې قدم شي

مکرم په دا سبب بني آدم شي

چې ورپېښ دمحبت اړ و پېچ نه دی

گه بادشاه وي هېچ يې مه گڼه هېڅ نه دی

چې ژوولی د عشق ژامو په خوند نه وي

د هغه ژوي به هېچرې خوند نه وي

څو سکاره د عاشقۍ په اورکې نه شي

په هغو خلقو به لاس د چا تور نه شي

گرمايي بويه بايي له يوه کاره

سوړ سړی سره تبه ده نابکاره